برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۵ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د کابل او یولسو ولایتونو بریښنا غوڅه شول

آریانانیوز: رسندویو له راپور سره سم د برېښنا شرکت وايي د بغلان ولایت د بلک میرزاد حسن په سیمه کې د تاجکستان د وارداتي برېښنا درې پایې په ماینونو الوزول شوي دي
چې د یادو پایو د تخریب له امله د کابل په ګډون پر مرکزي، جنوبي او جنوب ختیځو ولایتونو باندې برېښنا غوڅه شوې ده
د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي رسنیو ته په استول شوي خبرپاڼه کې ویلې چې، دغه پایې د وسله والو مخالفینو لخوا په بمونو الوزول شوي دي چې د یادو پایو له لارې ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا انتقالېدله
توحیدي همدا راز ویلي د دوي تخنیکي ټیم هڅه کړي چې دغه ستونزه حل کړي، خو د سیمي د ناامنۍ له امله یې کارمندان نه دي توانیدلي او په سیمه کې وسلوالو هم ددې اداري تخنیکي ټېمونو ته د کار اجازه نه ده ورکړې
زمونږهیواد د اړتیا وړ بریښنا زیاتره له تاجیکستان ، ایران ، ازبکستان او ترکمنستان تامینیږی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي