برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۳ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ډيورېنډ په اړه له پاکستان سره د افغان چارواکو د کتنې تکذيب

د رپوټ له مخې د افغانستان د ملي امنيت په يوې بيانيه کښې وويل، د ولسمشر اشرف غني د ملي امنيت د صلاحکار حنيف اتمر په مشرۍ د دغه هېواد د يو پلاوي په سفر کښې هيڅ يو افغان چارواکي له جنرل قمر جاويد باجوه سره کتنه نه ده کړې او د ډيورېنډ د فرضي کرښې موضوع هم نه ده مطرح شوې.



د افغانستان د ملي امنيت د ادارې په بيانيه کښې راغلي دي ډيورېنډ کرښه د دغه هېواد له ټول ملت سره تعلق لري او هيڅ يو حکومت حتی په دې باره کښې د خبرو اترو حق هم نه لري.
اسلام آباد ته د حنيف اتمر په وروستي او لنډ سفر کښې د افغانستان د ملي امنيت د ادارې مشر معصوم ستانکزي او د دغه هېواد د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک له هغه سره ملګرتيا کوله.
د کابل حکومت له پاکستان سره د ډيورېڼد کرښې په اړه اختلاف لري او هغه په رسميت نه پېژني، خو پاکستان دغه کرښه د دواړو هېوادونو ترمېنځ پوله بولي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي