برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۶ تیر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د ډنډ پټان او انګور اډې سوداګریزې لارې پرانیستل

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس د افغانستان په جنوب ختیځ کې له پاکستان سره د دوو تړل شویو سوداګریزو لارو بیا پرانیستنه د سوداګرو له هرکلي سره مخ شوې
د ډنډ پټان او انګور اډې لارې چې په پکتیا او پکتیکا کې له څو میاشتې راهیسې تړل شوې وې، پرون پرانیستل شوې
په پکتیا کې د کانونو او صنعت خونې رئیس فضل‌الدین جلال‌زي ‍وویل چې دا لارې به تر ټولو لومړی ټرانسپورتي لګښتونه راټیټ کړي. ښاغلی جلال‌زی زیاتوي: “د دې لارې خلاصول صنعت او سوداګرۍ ته حیاتي مسئله ده، ځکه هغه مصارف چې د غلام خان بندر او تورخم له لارې راځي، هغه د دې لارې په نسبت دوه چنده زیات دي، دا هواره لاره ده، ګاډي په ارزانه راځي، ستونزه‌یې دا ده چې دلته معیاري ګمرګ نه‌شته
په کابل کې د پاکستان سفارت ویلي، راتلونکې اوونۍ به د واګې بندر هم د افغانستان د صادراتو په مخ پرانیستل شي.

شریک یي کړئ!