برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۰ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د چورلکې د رانسکورېدو له امله ۲۵ تنه لوړ پوړي چارواکي وژل شوي

آریانانیوز: د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې يوه نظامي چورلکه رانسکوره شوې ده چې په نتيجه کې يې ۲۵ تنه لوړ پوړي چارواکي وژل شوي دي.


د فراه ولایت چارواکي وايي چې دغه نظامي چورلکه نن سهار له فراه ولايت څخه هرات ته الوتې وه چې د شينډنډ او اناردرې ترمنځ د جمال غازي په سيمه کې رانسکوره شوې ده، چې په نتيجه کې يې ۲۵ تنه لوړ پوړي نظامي او ولايتي چارواکي وژل شوي دي.
د فراه د والي وياند محمد ناصر مهري وايي چې ياده چورلکه د هوا د خرابوالي ا تخنيکي ستونزو له امله راغورځېدلې ده.
د مهري په وينا په دې چورلکه کې د فراه د ولايتي شورا رئيس فريد بختور، د ولايتي شورا غړې جميله اميني، د۲۰۷ ظفر قول اردو مرستيال نعمت الله خليل او دوو پيلوټانو په ګډون ۲۵ تنه وژل شوي دي.
د ملي دفاع وزارت هم منلې ده چې چورلکه رانسکوره شوې ده خو د تلفاتو په اړه يې څه نه دي ويلي.
بل لور ته د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي ادعا کوي چې دغه چورلکه دوی راغورځولې ده او د ولايتي شورا د غړو په ګډون يې يو شمير لوړ پوړي چارواکي پکې وژل شوي دي.
احمدي زياتوي چې په دې وروستیو کې يې د لوړ پوړو او مهمو چارواکو د له منځه وړلو لړۍ تيزه کړې ده او په وينا يې د امريکايانو مهمې مهرې يو په بل پسې وژل کيږي او هيوادوال يې له شر څخه په امن کيږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي