برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۹ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د چمن او تورخم د لارو مؤقتې پرانستل

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د بشري خواخوږۍ په اساس او د کابل حکومت په وړاندیز یې د چمن او تورخم د لارو د مؤقتې پرانستنې غوښتنه منلې
د پاکستان له بهرنیو چارو وزارت څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغان حکومت په ځانګړې غوښتنه د تورخم او چمن لارې د هغو افغانانو په مخ خلاصېږي، چې خپل هیواد ته د ستنېدو نیت لري
د خبرپاڼې په بنسټ، دغه لارې به په یو اړخیز ډول له پاکستان څخه افغانستان ته اوښتونکو کسانو په مخ د روانې اپریل میاشتې له شپږمې تر نهمې نېټې پورې د ټاکلو وختونو» په دوران کې خلاصې وي
په پاکستان کې افغان سفیر «عاطف مشعل» هم په خپل ټويټر باندې د دواړو لارو د خلاصون خبر ورکړي او څرګنده کړې یې ده، چې هره ورځ به زر تنه افغانان له دې لارو څخه د تېرېدلو اجازه ولري
د مشعل په خبره «هغه افغان مسافرین، چې پاکستان کې ایسار پاتي او د ویزو د اعتبار نېټه یې پوره شوې، کولای شي د تورخم او سپين بولدک له لارو د اپرېل له شپږمې څخه تر نهمې پورې افغانستان ته پرته د ویزو له تمدیدولو داخل شي.

شریک یي کړئ!