برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۷ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د ځانګړو ځواکونو له لوري د دولتي مامورينو د وژنې په غبرګون لاريون

آریانانیوز: د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو له لوري د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار په دريمه ناحيه کې څلور ورونه په خپل کور کې وژلي دي چې اوس يې خپلوانو جسدونه د ننګرهار ولایت مقام مخې ته د اعتراض په توګه راوړي دي
د جلال اباد ښار اوسېدونکو وويل، صفر۲ عسکرو تېره شپه د جلال اباد ښار درېيمې ناحيې په عربانو کلي کې څلور وروڼه قاضي قادر، جهانزيب زاخېلوال، صبور زاخېلوال او بهادر زاخېلواک په داسې حال کې وژلي، چې مشر ورور يې حاجي بهادر له څخه راغلی و.
څو شيبې وړاندې د دغو وژل شويو وارثانو او خپلوانو د هغوی مړي جلال اباد ښار کې د ولايت مقام مخې ته راوړي دي او د ولايت مخې ته يې د حکومت په خلاف لاریون کړی دی.

شریک یي کړئ!