برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۳ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د پکتیا په زرمت کې امریکایي بمبار ۳۳ تنه ملکي خلک ووژل

د پکتیا له زرمت ولسوالۍ څخه خبرونه وایي چې تیره ورځ ناوخته او بیګا شپه د امریکایانو لخوا په بمبار او ډزو کې ۳۳ تنه ملکي خلک وژل شوي دي.


پرون د پنجشبنې په ورځ سهار مهال د امریکایانو او داخلي کمانډو ګډې قوې د زرمت په سهاکو کې عملیات پیل کړل چې د طالبانو له مقاومت سره مخامخ شول. طالبانو په شولګډ سیمه کې یو ټانګ په ماین والوځاوه او د شملزو په کلي کې یې په مخامخ جنګ کې امریکایي او داخلي عسکرو ته تلفات واړول. د حکومتي اړخ د تلفاتو دقیقه شمیره نه ده معلومه خو د امریکا د دفاع وزارت پینټاګون، بیګا شپه په پکتیا کې د خپل یوه عسکر وژل کیدل تائید کړل.
ښایي همدا امریکایي تلفات به سبب شوي وي چې له پرون راهیسې د زرمت د سهاکو په سیمه د امریکایي څرخکو، ډرون او جټ الوتکو پروازونه او بریدونه پیل شوي دي. د سیمي یوه اوسیدونکي نن ټکی اسیا ته وویل چې د شولګډ، پاټک، موسی والو، نیازو او شملزو په کلیو کې هوایي بریدونه ترسره شوي او ملکي خلکو ته یې درانه تلفات اړولي. بیګا یوه بجه د شملزو په کلي کې د خاصه دار په نوم د یوه ولسي افغان کور بمبار شو او ۱۲ تنه دکورنۍ غړي یې چې اکثره ماشومان او ښځې وې ووژل شول. د سیمي د اوسیدونکي په وینا کله چې د کلي خلک د وژل شویو کسانو د را ایستلو لپاره راټول شول امریکایي څرخکو بیا ورباندې ډزې وکړې او ۶ تنه نور یې هم ووژل.
د سیمي یوه عیني شاهد نن ټکی اسیا ته وویل چې تراوسه په یادو کلیو کې د ۳۳ تنو وژل کیدل تائید شوي دي خو لا هم په سیمه امریکایي الوتکې دورې وهي او خلک له ویرې له کورونو نه شي راوتلی.سیمیز خلک وایي حکومتي او امریکایي عسکرو ۵۰ تنه عام افغانان نیولي او له ځان سره یې وړي دي. د طالبانو یوې سرچینې نن ټکی اسیا ته وویل چې په جګړه کې ۶ تنه طالب وسلوال هم وژل شوي دي.
د پکتیا زرمت ولسوالي هغه سیمه ده چې اکثره سیمې یې له تیرو لسو کلونو راپدیخوا د طالبانو تر واک لاندې دي. په دې ولسوالۍ کې د امریکایي بمبار او ولسي عاموژنو خبر داسې مهال ورکول کیږي چې بل اړخ د ننګرهار د خوګيانو ولسوالۍ په مملې سیمه کې هم امریکایي او داخلي عسکرو ۶ کسه ولسي خلک وژلي او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه هم اړولي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي