برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۱ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د پولیو د پېښو شمېر ۱۵ته ورسېد

آریانانیوز: د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، په ارزګان ولایت کې دوه ماشومان په پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوي دي
افغانستان کې د پولیو د پېښو شمېر ۱۵ته ورسېد
دوی زیاتوي، ګوزڼ وهلي ماشومان یو یې دونیم کلن او بل یې شپږ میاشتې عمر لري، چې د یوه کورنۍ په مرکز ترینکوټ او د بل یې په چوره ولسوالۍ کې اوسیږي
د روغتیایي چارواکو په وینا، دغو ماشومانو د خپل عمر په دوره کې یوازې یو ځل د پولیو ضد واکسین اخیستی دی.
د عامې روغتیا وزارت د پوليو د پروګرام د عامه اړیکو مسئول مرجان راسخ نن یکشنبه د «وږې میاشتې پرلسمه»امریکا غږ ته وويل، چې په ارزګان کې د پولیو د پېښو شمیر ۷ ته ورسید، چې دا په دې ولایت کې تر ۵ کلونو کښته ماشومانو روغتیا ته یو خطر دی.
هغه وویل:”د پوليو له نویو پېښو څخه يې یوه د ارزګان په مرکز ترینکوټ او بله يې په چوره ولسوالي کې رامنځته شوې، ارزګان مخکې هم پنځه پېښې در لودې چې اوس يې شمېر ۷ ته ورسید”
په جنوبي حوزه کې د کتلوي معافیت رئیس ډاکټر عبدالشکور نصرت هم امریکا غږ ته وويل، چې د پوليو د پېښو زیاتیدل ډیره د اندېښنې وړمسله ده، خو د واکسین د کمپاین لپاره په سیمه ییزه کچه وسله والو طالبانو په ارزګان ولایت کې له کمپاین سره موافقه کړې ده.
ده وويل:”دغه دوې پېښې چې نوي ثبت شوي په ارزګان ولایت کې کمپاین بند دی، خو درې اونۍ مخکې په ځینو محدودو سیمو کې یو کمپاین تر سره شوی، ولې د کیفیت له پلوه ښه نه وو. پدې حوزه کې چې د پوليو کوم خطر موجود دا ډير جدي دی، پنځه ورځې مخکې په روغتیايي مرکزونو کې طالبانو د واکسین د تطبیق ته اجازه ور کړې،زمونږ هیله داده چې د پولیو موجود ویروس لمنځه یو سو”
روغتیایي چاروکي وایي، د پولیو پېښې په هغو سیمو کې ثبت شوي، چې له تېر یو کال راهیسې ماشومانو ته ګوزڼ ضد څاڅکي عملي شوي نه دي
په جنوبي ولایتونو کې له پوليو واکسین څخه د ماشومانو پاتې کیدل د دې ناروغۍ د ویروس په وړاندې د ماشومانو د بدن مقاومت د ټیټ والي عمده لامل بلل کیږي
له روان ۲۰۱۹ عیسوي کال راهیسې تر اوسه په افغانستان کې د پولیو د پېښو شمېر ۱۵ ته ورسید، چې ۷ پېښې په ارزګان، ۵ په هلمند، ۲ په کندهار او یوه پېښه هم په ختیځ ولایت کونړ کې ثبت شوې ده

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي