برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۹ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د پولیسو پر پوسته هوایي برید

آریانانیوز: د بهرنیو ځواکونو یوې جنګي بی پیلوتی الوتکی د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ د کان او قطرغي په اړوند سیمه کې د پولیسو پر پوسته هوايي برید کړی
د ننګرهار ولایت د بهسود ولسوال بصیرګلاب وايي، په بمبارد کې یو پولیس افسر او دوه پولیس سرتېري ټپیان شوي، چې د درملنې په موخه د ننګرهار حوزوي روغتون ته لیږدول شويدي
د ننګرهار ولایتي ادارې مسوولین هم د دې پېښې پخلي کوي او وايي؛ هڅه یې وکړه، چې په دې اړه په ختیځ کې میشت بهرني خواکونه وپوښتي، خو چا قانع کوونکی ځواب ورنکړ
دا په داسې حال کې ده، چې څلور ورځې وړاندې په جلال آباد ښار کې د صفر دوه قطعې ورته خپلسري عملیات کړي وه، چې له کبله یې څلور دولت پلوه زلمي وروڼه په کې وژل شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي