برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۷ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د پوستې قومندان او درې پولیس د خپل ملګري لخوا ووژل شول

آریانانیوز: د فراه ولايت مرکز اړوند نمبریک پوسته کې یوه پوليس د خپلې پوستې قومندان او درې نور ملګري وژلي او خپله طالبانو سره يوځای شوی دی.


ویل کیږي چې بريدکوونکی پوليس (سيف الله) نوميږي او د هلمند اوسيدونکی دی چې له دوه ميله وسلو سره طالبانو ته ورغلی او د پوليسو پنځه ميله وسلې يې اوبو ته غورځولي دي.
نوموړي ويلي چې په دغه بريد کې یې د پوستې قومندان (جيلاني) او درې تنه نور پوليس وژلي دي.
که څه هم چارواکو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي، خو طالبانو پخپله خبرپاڼه کې ویلي چې یاد پولیس د دوی نفوذي کس وو.
باید وویل شي چې تر دې وړاندي هم ورته پیښې رامنځته شوي دي.
پرون د هلمند ولايت د ګرشک او سنګين ولسواليو تر منځ هم ورته پيښه رامنځته شوې وه چې دوو تنو پوليسو د خپلې پوستې قومندان عابد او يو پوليس وژلی و او په يوه بله پيښه کې په لغمان ولايت مهترلام ولسوالۍ کې نفوذي پوليسو د خپلې پوستې شپږ پوليس طالبانو ته په لاس ورکړي وو او خپله هم له طالبانو سره يوځای شوي و.
طالبانو په خپلو اعلاميو کې ويلي، چې د دولتي ځواکونو په ليکو کې نفوذي کسان لري او وخت ناوخت به په بهرنيو او داخلي عسکرو او چارواکو بريدونه کوي.
تر دې مخکې هم په داخلي بريدونو کې لسګونه بهرنيو – کورنيو عسکرو او چارواکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي