برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۹ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د پاکستان کونسلګرۍ د لاسي بم ور وړونکې له امله و تړل شوه

آریانانیوز: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي ، د افغانستان شمالي ولایت بلخ په مرکز مزار شریف کې یې خپله کونسلګري د مراجعینو پرمخ له هغه وروسته وتړله، کله چې یوې میرمنې کوښښ کاوه ، په خپل بکس کې لاسي بم ( ګرنیټ ) یادې ودانۍ ته د ننه کړي ، خو هدف ته تر رسیدو وړاندې په کونسلګرۍ پورې اړوندو امنیتي مسولینو وپیژندله.
د پاکستان د باندنیو چارو وزارت ویلي، دغه نجلۍ اوس مهال په بند کې د افغان امنیتي ځواکونو تر پو ښتنو ګرویږنو لاندې ده ، په خپره شوي اعلامیه کې له افغان حکومت څخه غوښتل شوي چې له څیړنو وروسته پایلي د پاکستاني چارواکو مخ ته کیږدي، په اعلامیه کې افغان حکومت نه غوښتل شوي ، چي د پاکستان کوسلګرۍ په امنیت ساتلو کې دې پوره هڅه وکړي .
د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد رسنیو ته وویلي، نیول شوې نجلۍ د پاکستان کونسلګرۍ ته د ویزې د تر لاسه کولو لپاره ورغلې وه، د امنیتي منسوبینو له خوا د چک (تلاشۍ) پرمهال یې په بکس کې لاسي بم وموندل شو .
نوموړی وايي: یاده نجلۍ په بند کې د امنیتې منسوبینو تر څیړنو لاندې ده ، ترهغه چې پلټنې ثابته نه کړي ، دوي قضاوت نشي کولای چي نوموړې د برید نیت در لوده او که نه؟
پاکستان په کابل کې د خپل سفارت سربېره د افغانستان په مزار شریف، کندهار، هرات او جلال اباد ښارونو کې کونسلګرۍ لري.
تېر کال هم پاکستان په جلال اباد ښار کې هم خپله کونسلګري له دې کبله تړلې وه چې، د دوی په وینا، د ننګرهار والي د دوی په چارو کې لاسوهنه کوي، او د کونسلګرۍ امنیت هم مناسب نه دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي