برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۳۱ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د پاکستان کونسلګرۍ بيرته پرانستل کيږي

آریانانیوز: وروسته له هغې چې په ننګرهار کې د پاکستان د کونسلګرۍ چارواکو او د ننګرهار د والي ترمنځ جنجال رامنځته شو پاکستان خپله کونسلګرۍ د اعتراض په توګه وتړله.


نږدې درې اوونۍ وړاندې د پاکستان کونسلګري هغه مهال د اعتراض په توګه وتړل شوه چې د کونسلګرۍ چارواکو د ننګرهار والي حيات الله حيات د دوی په چارو کې په لاس وهنه تورن کړ.
خو د ننګرهار ولايتي شورا غړي ناصر کامه وال ويلي دي چې په افغانستان کې يې د پاکستان د سفير له مرستيال سره ليدلي او تمه ده چې د راتلونکې اوونۍ په پيل کې په ننګرهار کې د پاکستان کونسلګري بيرته پرانستل شي.
د ولايتي شورا دغه غړي چې په پاکستان کې د افغانستان سفير ډاکټر عمر زاخيلوال هم ورسره و په کابل کې د پاکستان سفارت ته ورغلي او هلته يې د پاکستان د سفارت له مرستيال شهباز حسين سره يې په دې موضوع خبرې کړي دي.
د کامه وال په وينا چې شهباز حسين ورسره ژمنه کړې ده چې د راتلونکې اوونۍ په پيل کې به په ننګرهار کې خپله کونسلګرۍ بيرته پرانيزي.
د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې د روغتيايي ستونزو او نورو مشکلاتو له امله زيات افغانان پاکستان ته سفر کوي چې په دې وروستیو کلونو کې د پاسپورت او ويزې له امله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
په ننګرهار ولایت کې د پاکستان کونسلګرۍ نه يوازې دا چې د ننګرهار ولايت اوسېدونکو ته ويزې ورکوي، ددې سربيره د ختيځ ټولو ولايتونو او پکتيا ولايت اوسېدونکو ته هم ويزې ورکوي.
د پاکستان د کونسلګرۍ له بندېدو سره د ډېرو افغانانو ستونزې زیاتې شوي دي او وايي چې ولايتي ادارې د
ستونزو د هوارولو په ځای ستونزې ډیرې کړې دي.
د سميع الله په نامه د ننګرهار يو تن اوسيدونکي د نن ټکی اسيا همکار ته ويلي دي چې ولايتي ادارې د ستونزې د حل په ځای نورې ستونزې هم جوړې کړې او خلاصه کونسلګرۍ يې هم بنده کړه.
سمیع الله وايي چې پلار يې سخت ناروغ دی او په افغانستان کې يې تداوي ناشونې ده، له څو ورځو راهيسې هره ورځ کونسلګرۍ ته د ويزې لګولو په موخه راځي خو د کونسلګرۍ دروازه د خلکو پرمخ تړل شوې ده.
هغه وايي چې زموږ چارواکي تل له پاکستان سره د سيالۍ او مخالفت چيغې وهي خو دومره نه شي کولای چې په هيواد کې د خپلو هيوادوالو د درملنې او تداوۍ له پاره روغتونونه ولري چې هيوادوال نورو هيوادونو او په ځانګړې توګه پاکستان ته له تګ څخه خلاص شي.
په ننګرهار کې د پاکستان د کونسلګرۍ له بندېدو سره هغه افغانان چې له ډيرو مشکلاتو او ستونزو سره مخ دي او پاکستان ته د تګ له پاره د ويزې لګولو په نيت په کابل کې د پاکستان سفارت ته مخه کړې، هلته د زرګونو روپيو او ډالرو په بدل کې ويزه ترلاسه کوي.
د محمد بشير په نامه د ننګرهار يو تن اوسېدونکي وويل چې له ۱۵۰ څخه تر ۲۵۰ ډالرو پورې کميشن کاران اخلي او ويزې لګوي.
د يادونې وړ ده چې کره شواهد او ثبوتونه شته دي چې د ننګرهار کونسلګرۍ د دروازو ساتونکي او امنيتي عسکر د کونسلګرۍ په مخ کې د فساد او رشوت اصلي مسؤلين دي او دوی په دې چاره کې لاس لري، هغوی د کونسلګرۍ له چارواکو سره په رشوت او پيسو اخيستلو کې شريک دي چې له امله يې ناروغان، حاجتمند او اړ کسان له سختو ستونزو سره مخ دي او د ورځې په لکونو روپۍ له دې لارې لاسته راوړي.

شریک یي کړئ!