برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۸ تیر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د پاکستان پوځ په سرحد کښې اوربند

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د بهرنیو چارو وزارت وایي د ډيپلوماټیکو هڅو په پایله کې پاکستان پر اوربند او د دواړو هېوادونو د پوځي چارواکو د غونډې جوړېدو هوکړه کړې ده. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه له هغه وروسته ده چې د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ په«ناوه پاس» سيمه کې په ډيورنډ کرښه پرون( د جولای ۱۵) له غرمې وروسته افغان او پاکستاني ځواکونو نښته کړې.
د کونړ د امنيه قومندانۍ وياند فريد دهقان وايي، پاکستاني ځواکونو د سرکاڼو په نواپاس سيمه کې د افغانستان د ځواکونوپر پوستو بريدونه کړي او هم په مروروه ولسوالۍ توپ مرمۍ وار شوې چې ځينې حتی په مرکز اسد اباد کې هم لګيدلې دي.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، د پاکستان د پوځ له لوري دا ډول بریدونه د ملنو نه دي او پر دغه هېواد غږ کوي چې له ورته ګامونو ډډه وکړي:
د پاکستاني پوځ له لوري د کونړ اړوند سیمو باندې راکټي بریدونه چې د ځاني او مالي تلفاتو سبب ګرځېدلي په کلکو ټکو غندو”.
د کونړ ځايي چارواکي وايي، لومړی پاکستاني ځواکونو په سرکاڼو او مروره ولسواليو کې د افغان ځواکونو پر پوستو او نورو سيمو ګولۍ وار کړې او دوی هم ځواب ورکړی دی.
ښاغلی دهقان زياتوي، د پاکستاني ځواکونو د توپ په ډزو ۶ ملکيان وژل شوي او ۹ ژوبل دي.
د کونړ ولايتي روغتون مسوولینو ويلي، روغتون ته يو مړی او ۳ ژوبل کسان ور وړل شوي دي.
د کونړ د والي وياند غني مصمم وايي د پاکستان ځواکونو سيمه کې ناقانونه خوځښتونه کړي، ډزې یې کړي دي او افغان ځواکونو هم ځوابيه بریدونه پرې کړي.
تراوسه پاکستاني چارواکو د جګړې او د افغان حکومت له لوري د مرميو د وېشتلو په اړه څه نه دي ويلي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي