برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۴ دی , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د پاکستان پخوانی سناتور له القاعدې سره د طالبانو د اړیکو په اړه اندیښنه

آریانانیوز: د پاکستان پخوانی سیاسي فعال او سناتور وايي چې طالبانو له القاعدې سره اړیکې نه دي پرې کړي...


افراسیاب خټک ، چې د پاکستان پخوانی سیاسي فعال او سناتور دی ، ویلي دي چې طالبانو له القاعدې سره اړیکې نه دي پرې کړي او القاعده د طالبانو تمویل او روزنې ته دوام ورکوي.

ښاغلي خټک په یوه مرکه کې وویل چې پاکستان خپلو اهدافو ته د رسیدو لپاره د القاعده او طالبانو ملاتړ کوي.

هغه دا هم وویل چې په افغانستان کې د جګړې ریښه په بهر کې پروت دی!

د پاکستان پخواني سناتور ، پداسې حال کې له القاعدې سره د طالبانو د تړاو په اړه راپور ورکړی ، چې د ملګرو ملتونو د څارنې د ټیم د همغږیونکي په وینا ، د القاعدې غړي اوس هم د طالبانو په منځ کې دي.

په داعش ، القاعده او طالبانو د ملګرو ملتونو د څارنې د ډلې همغږي کونکی ، اډمونډ فونټن براون د طالبانو په منځ کې د القاعدې د غړو د پام وړ حضور خبرداری ورکړ. د ملګرو ملتونو د څارنې د ډلې همغږي کونکی وايي چې القاعده له طالبانو سره ډیر پوځي او روزنیز کار کوي.

هغه ټینګار وکړ که څه هم طالبانو له متحده ایالاتو سره په تړون کې ژمنه کړې چې په افغانستان کې د بهرنیو وسله والو ډلو سره اړیکې قطع کړي ، خو دا ډله او د القاعده شبکې ګډ پوځي او روزنیز کار ترسره کوي او دا اړیکې نه دي بدل شوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي