برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۹ مرداد , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

د پاکستان له خوا افغانستان ته له 10 څخه تر ، 15 زرو پورې طالب جنګیالي تجهیز او لیږل

آریانانیوز: د پي بي اس خبري اژانس په 6/5/1400 د افغانستان د ولسمشر اشرف غني په حواله لیکلي چې پاکستان ، د سعودي عربستان په مالي ملاتړ ، د طالبانو له خوا د افغان حکومت د سقوط په لټه کې دی.


هغه ادعا وکړه چې د پاکستاني دیني مدرسو له 10 څخه تر 15 زرو پورې نوي سرتیري د طالبانو سره د مرستې لپاره او د پاکستان د حکومت په ګټه به د ډیورنډ کرښې هاخوا کې په وسلو سمبال شي او پرته له کومې ستونزې افغانستان ته داخلیږي.

دې څرګندونو د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان غبرګون راپارولی ، چې ویلي یې وو طالبان له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو په وتلو سره د بریا احساس کوي او د طالبانو لپاره ، څوک چې توانیدلي د افغانستان ډیره برخه په خپل لاس کې واخلي ، دا ستونزمنه ده چې سیاسي حل ومني او په پاکستان کې د ملیونونو افغان پښتنو کډوالو د شتون له امله د طالب جنګیالیو تګ راتګ کنټرول کول مشکل دي .

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي