برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۲ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د پاکستان د پوځ مشر کابل ته راغلل

د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه د ولسمشر اشرف غني په رسمي بلنه کابل ته را ورسېد.


د افغانستان د حکومت يوې سرچينې د غبرګولي په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال جاوېد قمر باجوه نن تر غرمې مخکې کابل ته په يوه ورځني سفر رسېدلى دى.
سرچينې زياته کړه، هغه به د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د افغانستان له حکومت سره د دواړو هېوادونو پر اړيکو، ترهګرۍ ضد مبارزې او د سولې پروسې په اړه خبرې وکړي.
له اسلام اباد څخه کابل ته د جنرال باجوه دروانېدو پر مهال د پاکستان د پوځ وياند جنرال اصف غفور په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي چې هغه د افغان ولسمشر په رسمي بلنه کابل ته روان شوى او هلته به له افغان چارواکو سره خبرې کوي.
د هغه په وينا، پاکستان هيله لري چې د افغانستان حکومت، امريکا او ناټو په دغه هېواد کې د سولې په راوستلوکې بريالي شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي