برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۱ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د پاکستان د وېزو د ګڼې ګوڼې له امله يو سپين ږيرى ومړ

آریانانیوز: په ننګرهار کې د پاکستان له قونسلګرۍ څخه د وېزې اخيستو په برخه کې د شته ستونزو او ګڼې ګوڼې له امله يو سپين ږيری مړ شوى دى.


که څه هم تر دې وړاندې داسې راپورونه ډېر ورکړل شوي چې ګڼه ګوڼه کې ځينې کسان مړه شوي، يوشمېر بې هوښه شوي او ځينې ټپيان شوي؛ خو تر ټولو وروستۍ پېښه تېره ورځ رامنځته شوې ده.
د کامې ولسوالۍ د ککل باجوړو سيمې اوسېدونکی متقاعد ډګروال عزيز الله خان د نږدې شپېتو کلونو عمر درلود، پرون د چهار شنبې په شپه نږدې دوه بجې له خپلې مېرمنې سره په دې موخه د پاکستان قونسلګرۍ مخې ته تلى و، چې وېزه ترلاسه کړي او پاکستان ته د درملنې په موخه لاړ شي.
نوموړى پرون مازيګر ناوخته په خپل کلي کې په داسې حال کې خاورو ته وسپارل شو، چې په جنازه کې يې سلګونو کسانو برخه اخيستې وه.
د عزيز الله د کورنۍ غړو د ننګرهار ولايتي اداره، د پاکستان قونسلګري او د قونسلګرۍ مخې ته موجود پوليس د وېزو په برخه کې په پراخو درغليو تورن کړل.
د عزيز الله زوی سبحان الله پژواک اژانس ته وويل، پلار يې د زړه تکليف درلود او غوښتل يې پاکستان ته د درملنې لپاره لاړ شي؛ خو د پاکستان قونسلګرۍ مخې ته د وېزو تر لاسه کولو پرمهال يې ګڼه ګوڼه کې ژوند له لاسه ورکړی دی.
هغه زياته کړه: ((مخکې هم درې څلور ځلې تللی و؛ خو بېګاه دوه بجې لاړ چې که کار يې خلاص شي، ښه د پيسو وسه مو درلوده، په دې پوهېدو هم چې بې پيسو کار نه کېږي؛ خو پلار مې ويل چې رشوت نه ورکوم.))
د کلي يو قومي مخور زلمي نيوکه وکړه چې ولايتي ادارې نه يوازې دا چې د وېزې په برخه کې د خلکو ستونزه حل نه کړه، بلکې لا يې ستونزې ډېرې کړې.
هغه وويل، پخوا به خلک يوازې قونسلګرۍ ته محتاج و؛ خو اوس به لومړی د شمېرې اخيستو لپاره شپې سباکوې او بيا به د وېزې اخيستو په خاطر دغسې نورې ستونزې هم ګالې.
لا هم د قونسلګرۍ مخې ته ګڼه ګوڼه، د پوليسو له لوري وهل ټکول، د پيسو ورکونکو مخکې کېدل، د مېرمنو، ماشومانو او سپين ږيرو تر پښو لاندې کېدل دوام لري.
یوخبری رسنی یو ويډيو تر لاسه کړې چې پوليسو رېنجر ته يو وېزه اخيستونکی پورته کړی،کمېس يې ترې ايستلی او د پيپونو ګوزارونه پرې کوي.
د سلواغې په ۱۱مه چې جلال اباد ښار کې باران هم ورېږي، د پژواک خبريال د قونسلګرۍ مخې ته ورغی او هلته يې د خلکو حال له نږدې وليده.
يوه کس خو له ډېرې مايوسۍ خپل پاسپورټ هم څېرې کړی و او په خپله مخه تللی و، خلکو ويل مور يې سخته ناروغه وه، بې پيسو ورته چا کار نه کاوه او د پيسو وسه يې نه درلوده.
حاجي ګل محمد د خپلې لور د پاسپورټ د احوال په خاطر راغلی و، ويل يې پوليسو پرې د لرګيو ګوزارونه کړي او ګوتې يې ورته ژوبلې کړې دي.
نوموړي زياته کړه :((دلته تور سرې بې پته شوې، سپين ږيري تر پښو لاندې شول، خلک مړه شول، پرون هم يو سپين ږيری مړ شو؛ خو کار يوازې د هغه چا خلاصيږي چې پيسې ورکړي. نه پوهېږم، چې پيسې څوک اخلي؛ خو هغوی چې پيسې ورکوي، پوليس يې لاسنيولی دننه وړي.))
وېزه اخيستونکي شکايت کوي چې د ولايتي ادارې له لوري ورته ورکړل شوې شمېرې د قونسلګرۍ مخې ته هېڅوک نه مني او يوازې هغه کسان پرېښودل کېږي، چې واسطه ولري او يا پيسې ورکړي.
د دغې خبرې د ثبوت لپاره پژواک داسې يو ټيلېفوني اړيکې غږ پيدا کړی، چې کمېشنکار د وېزې په بدل کې د ۲۵ زره کلدارو غوښتنه کوي او وروسته کمېشنکار د قونسلګرۍ له يوه کارمند سره خبرې کوي، چې هغه هم ورته د کار کېدو ډاډ ورکوي.
د دوی له ډلې يوه سپين ږيري نبي جان وويل: ((پرون مې هم ځان په سختيو تر دروازې ورسولو، د ډاکټر په نوم يو کس راغی، د کمېشنکارانو او پوليسو کسانو نه يې پاسپورټونه واخيستل او د شمېرې لرونکو يې هېڅ پروا نه کوله، دلته شمېره نه، پيسې چلېږي، شمېرې ته څوک اهميت هم نه ورکوي.))
ننګرهار کې د پاکستان قونسل عابدالله ستونزې مني؛ خو وايي چې د قونسلګرۍ پرسونل او امکاناتو ته په کتلو هره ورځ تر زرو دوولس سوو پورې وېزې ورکوي، خو نور زيات امکان نشته.
هغه په ګڼه ګوڼه کې د مړ شوي کس په تړاو وويل: ((که دغه ځای کې څوک وفات شوی وي؛ نو زه د هغوی کورنۍ سره غمرازي ښکاره کوم، افسوس کوم که د چا ژوند په وېزه ژغورل کېږي؛ نو زه به هسپتال ته هم ځم، کور ته به هم ځم، کلي ته به يې هم ځم هلته کې به ورته وېزه ورکوم، خو خبره دا ده چې وېزه د چا ژوند نه شي ژرغولى ؟))
د ننګرهار ولايتي اداره هم د وېزو اخيستو په برخه کې د ستونزو په نه حل کې خپله ماتې مني؛ خو وايي، د مراجعينو د شمېر ډېروالی او د قونسلګرۍ د پرسونل کموالی لويه ستونزه ده.
د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک ته وويل، دوی د فساد په تور له څلوېښتو ډېر کسان نيولي؛ خو بيا هم د خلکو شمېر ډېروالي له امله د فساد مخه نه ده نيول شوې او خلکو ته اسانتياوې نه دي برابرې شوي.
دی ټينګار کوي،تر هغه وخته چې د مرکز په کچه دغه موضوع حل نه شي، امکان نه لري چې دلته دې ورته د حل لار وموندل شي؛ نو ځکه يې موضوع په رسمي ډول له مرکز سره شريکه کړې ده.
د اټکلي معلوماتو له مخې، هره ورځ شاوخوا څلور زره کسان د پاکستان له قونسلګرۍ د وېزو اخيستو غوښتنه لري؛ خو دغه اداره يوازې د زرو په شاوخوا کې د وېزو ورکړې توان لري.
په کابل کې د پاکستان سفير زاهد نصر الله خان تېره اوونۍ ويلي و چې تېر کال يې ٧٤٢ زره وېزې افغانانو ته ورکړي، چې بل هېڅ يو هېواد يې هم نه ورکوي.
هغه زياته کړې وه، چې دوى هره ورځ په ټول افغانستان کې شاوخوا څلور زره وېزې ورکوي او دهمدومره وېزو ورکولو ظرفيت لري.
خو نوموړي ژمنه وکړه چې په روان کال کې به د امکاناتو په زياتولو د وېزو شمېر هم زياته کړي.

شریک یي کړئ!