برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۶ اردیبهشت , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

د پاکستان د وسله والو ځواکونو لوی درستیز پر اوکراین د روسیې د برید په اړه غبرګون وښود

آریانانیوز: د پاکستان د وسله والو ځواکونو لوى درستيز پر اوکراين د روسيې يرغل د نه منلو وړ وباله او ټينګار يې وکړ چې د اوکراين جګړه بايد ژر تر ژره ودرول شي.


د پاکستان د وسله والو ځواکونو لوی درستیز په اسلام اباد کې په یوه امنیتي غونډه کې پر اوکراین د روسیې برید د نه منلو وړ وباله او ټینګار یې وکړ چې د اوکراین جګړه باید ژر تر ژره ودرول شي ځکه چې د دې لانجې پراخېدل نه یوازې د ښکېلو خواوو په ګټه دي، بلکې د پاکستان لپاره خطرناکې پایلې هم لري. روسیه په اوکراین کې د ملکي وګړو د وضعیت مسووله ده او دا کار د امریکا او روسیې ترمنځ د اختلافاتو له امله دی چې اوکراین یې قرباني شوی دی.

جنرال قمر جاوېد باجوه په اوکراین کې د روسیې د کړنو په غندلو سره د افغانستان په اړه هم وویل چې امریکا د افغانانو د شتمنیو په بندولو سره په هېواد کې د بې‌ثباتۍ، بې‌وزلۍ او داخلي ګډوډیو د زیاتولو په لټه کې ده.

د پاکستان د وسله والو ځواکونو لوی درستیز خبرداری ورکړی چې له افغانستان سره د مرستې په برخه کې د جديت نه شتون او د طالبانو غیر مشروعیت به په سیمه کې د لا زیاتې بې ثباتۍ او د داعش او تحریک طالبان پاکستان په ګډون د ترهګرو د ودې لپاره لاره هواروي.

نوموړي د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې پر امریکا او متحدینو یې چې د افغانستان شتمنۍ یې کنګل کړي دي، غږ وکړ چې نور له انصافه کار واخلي.

 

 

 

شریک یي کړئ!