برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۳ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د پاکستان د سفیر څرګندونو ته دافغانستان د بهرینوچارو وزارت غبرګون

آریانانیوز: د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کښې وویل: د افغانستان د صلحې په بهیر پورې د کشمیر د مسائلو هر ډول اړوندول د دې هیواد د صلحې د بهیر په هکله د بدنیتۍ نښه ده



د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په ښه ګاونډیتوب او د خبرواترو له لارې د سیمې د کشالو په هواري باندې په ټینګار سره، د افغانستان د صلحې له بهیر سره د مرستې لپاره په خپلو ژمنو باندې په عمل کښې د پاکستان د صداقت غوښتنه وکړه
څه موده مخکښې د افغانستان تیر ولسمشر حامد کرزي هم له پاکستانه غوښتې وو چې د افغانستان د صلحې بهیر د کشمیر په مسائلو پورې ونه تړي
د افغانستان د صلحې په بهیر باندې د کشمیر د بدلونونو د اغیزې په هکله په امریکې کښې د پاکستان د سفیر خبرو ته د افغانستان د خارجه وزارت غبرګون د افغانستان د صلحې په دوسیه کښې د اسلام آباد له منفي رول څخه د دغه هیواد د حکومت د جدي اندیښنې بیانونکی دی
په پاکستان باندې د هغه څه په وجه د امریکې سیاسي او مالي دباؤنو ته په پام سره چې له ترهګرو ډلو سره په مقابله کښې یې دوه ډوله توب بولي، د اسلام آباد چارواکو په ځلونو خبرداری ورکړی دی چې د دې دباؤنو دوام سبب کیږي چې په افغانستان کښې د صلحې مسئله منفي اغیزې ومني
د افغانستان د صلحې په بهیر باندې د کشمیر د مسئلې د اغیزې په هکله د پاکستان دریځ، له هندوستانه زیات د امریکې حکومت مخاطب ګرځولی دی چې د دغه هیواد د بهرني سیاست د اعتبار ستره برخه په افغانستان کښې په پوځي ډګر او د ترهګرو ډلو په کنټرولو کښې له ماتې وروسته له طالبانو سره د صلحې د خبرواترو په کامیابۍ کښې ده
د امریکې لپاره د افغانستان سټراټیجک اهمیت او له طالبانو سره د صلحې د موافقې لپاره د سپينې ماڼۍ د چارواکو هلوځلو ته په پام سره، پاکستان د افغانستان د صلحې په مسئله کښې په ګاڼه کولو سره غواړي د دې په ترڅ کښې چې واشنګټن د اسلام آباد د غوښتنو پوره کولو ته مجبور کړي، د هندوستان حکومت هم د پاکستان په وړاندې د خپلې کړنلارې بدلولو ته اړباسي
د پاکستان دا سټراټیجي د کشمیر د خودمختارۍ د ختمولو په لړ کښې د هندوستان د حکومت او پارلیمان له وروستۍ پریکړې نه پس لاسخته شوې ده ځکه چې د کشمیر مسئله د اسلام آباد یوه سره کرښه ده
د پاکستان په مختلفو ښارونو کښې د پراخو مظاهرو ترسره کیدل، د هندوستان د سفیر او سفارتکارانو ایستل او هم داشان له دغه هیواد سره د تجارتي اړیکو ځنډول، د کشمیر د خودمختارۍ په ختمیدو باندې په اعتراض کښې د اسلام آباد ځینې اقدامات دي
د پاکستان د خلکو او حکومت لپار د کشمیر سټراټیجک اهمیت او په افغانستان کښې د پاکستان د سیاست په ډول باندې د واشنګټن او نوې ډیلي د غلیمانه کړچار د د وام په هکله د اسلام آباد د تیرو خبرداریو په پرتله د افغانستان د صلحې په بهیر باندې د دې دوسیې د اغیزې په هکله د خبرداري اهمیت ته په پام سره د سپينې ماڼۍ چارواکي باید دا نوی خبرداری ډیر جدي او سیریس واخلي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي