برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۹ آذر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د پاکستان د داستخباراتو لخوا دناکامورا وژل کیدا

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایې چې په افغانستان کې د جاپان د سولې او طبي خدمتونو د موسسې رئیس ډاکټر تیتسو ناکامورا د پاکستان استخباراتو وژلی او باید چې په دې اړه ملي او نړیوال بنسټونه ګډې پلټنې وکړي
د جرګې ګڼو غړو پرون په عمومي مجلس کې وویل، ناکامورا د ختیځ د اوبو د مهار هڅه کوله او دې کار د پاکستان کینه ورته راپارولې وه
د ولسي جرګې غړې بلقیس روشن په دې اړه وویل، ناکامورا افغانانو ته واقعي خدمت کاوه او آی ایس ای ځکه وواژه چې افغانان همداسې په بې وزلۍ کې ژوند وکړي
مخدوم ابدال محمدي هم د ناکامورا وژنه وغندله او له کشفي بنسټونو یې وغوښتل چې د هغه قاتلین دې ژر تر ژره ونیسي
لیلما ولي حکمي هم ټینګار وکړ چې ناکامورا غوښتل افغانان خودکفا شي او بهرنیو استخباراتو د هغه دا ارمان ونه شو زغملی:
انیسه عمرانی بیا د ناکامورا په نوم د یو ښوونځي د نومول کېدو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه د خجالت ځای دی چې هغه د پاکستان په امر د افغانانو په لاس ووژل شو.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي