برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۹ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د پاسپورت رياست مرستيال وژل شوی

آریانانیوز: په بلخ ولايت کې ددغه ولايت د پاسپورت پخوانی مرستيال په يوه بريد کې له خپل ورور سره يو ځای وژل شوی دی.


د بلخ امنيه قومندان اکرم سامع وايي چې د پاسپورت پخواني مرستيال ادريس او ورور یې تيره شپه په ښار کې د يو بريد له امله ووژل شول.
سامع وايي چې دغه بريد تيره شپه د مزار شريف ښار په کارته اريانا سیمه کې شوی دی.
امنيه قومندان وايي چې لومړني معلومات ښيي چې دغه پيښې د کورني تاوتريخوالي له امله رامنځته شوې ده او د پيښې په تور د ادريس خسر نيول شوی دی.
تر دا مهاله د ادريس کورنۍ د ادريس د مرګ د لامل په اړه څه نه دي ويلي.

شریک یي کړئ!