برخه -څانګه : afghanistan, note, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۶ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ټاکنیزو کمېسیونونو ریاست مېرمنو ته سپارل

آریانانیوز: د ټاکنو او د ټاکنیزو شکایتونو د کمېشرانو ترمنځ له انتخاباتو وروسته دوې مېرمنې د دغو کمیسیونونو مشرانې وټاکل شوې.


د افغانستان د ټاکنو او د ټاکنیزو شکایتونو د کمېشرانو ترمنځ تر ټاکنو وروسته حوا علم نورستانۍ د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رئیسه او زهره بیان شینوارې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د رئیسې په توګه ټاکل شوې ده.
دا لومړی ځل دی دوې مېرمنې د افغانستان د ټاکنیزو کمېسیونونو د رئیسانو په توګه ټاکل کېږي.
د افغانستان د ټاکنو کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح الله سادات د سې شنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې د ټاکنو کمېسیون نوو ټاکل شوو غړو نن خپل منځي ټاکنې وکړې چې اغلې حوا علم نورستاني د رئیسې په توګه عصمت مل د مرستیال او مسافر قوقندي‌ د منشي او ویاند په توګه وټاکل شول.
د دې ترڅنګ مولانا محمد عبدالله، اورنګ زیب، محمد حنیف دانشیار او رحیمه ظریفي د ټاکنو کمېسیون نور غړي دي.
ښاغلي سادات زیاته کړه چې د ټاکنو کمېسیون د نوو غړو د مسؤلیتونو تر معلومېدو وروسته به د دوی لومړی کار راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته چمتووالی وي.
هغه وویل:”لومړۍ هڅه به داوي چې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته چمتووالی ونیول شي او ترڅنګ یې د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو پر پاتو پایلو کار وشي.”
پر همدې مهال د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویاند محمد نظري هم رسنیو ته وویل چې د دغه کمېسیون د نوو کمېشنرانو ترمنځ تر خپل منځي ټاکنو وروسته زهره بیان شینوارې د کمېسیون مشره، مولوي‌ دین محمد عظیمي د مرستیال او محمد قاسم الیاسي د منشي په توګه ټاکل شوی دی.
محمد یونس طغرا او سید قطب‌الدین رویدار د ټاکنیزو کمېسیونونو نور غړي دي.
د افغانستان جمهوري ریاست څه موده مخکې د کمېسیونونو مخکني غړي “د خپلو کاري صلاحیتونو نه د ناوړه استفادې او په تېرو ټاکنو کې د کمزوري مدیریت” په تور له دندو ګوښه کړل.
د افغانستان د ټاکنیزو کمېسیونونو د نوو غړو په مخکې د ولسمشرۍ، د غزني پارلماني، ولایتي‌ او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې پرتې دي.
د دې ترڅنګ دغه نوو غړو ته د ولسي جرګې د تېرو لانجمنو ټاکنو د وروستیو پایلو اعلان هم پاتی دی چې د یو شمېر ولایتونو وروستۍ پایلې اعلان شوي او د یو شمېر نورو لا نه دي اعلان شوي.
د ټاکنیزو کمېسیونونو نوي غړي روانه اونۍ د ولسمشر محمد اشرف غني د یو فرمان له‌مخې معرفي شول او تېره ورځ یې په ارګ د تحلیف مراسم تر سره شول.

شریک یي کړئ!