برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۰ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ټاکنو کمیسیون د ولسوالیو شوراګانو ټاکنو د ځنډول

آریانانیوز: د ټاکنو کمیسیون مسؤلین وايي، ښايي د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې له پارلماني ټاکنو سره یو ځای ترسره نه شي.


د دې کمیسیون د ویاند مرستیال ذبیح الله سادات وايي، دوی د ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو د ځنډ غوښتنه صلاحیت لرونکې کمېټې ته سپارلې ده.
دا کمېټه چې د امنیت شورا، ملي شورا، سترې محکمې او پر قانون د څار کمیسیون له استازیو جوړه ده، دا صلاحیت لري چې په دې اړه تصمیم ونیسي.
سادات وايي دا کمېټه ټاکنې څلور میاشتې ځنډولی شي، که څلور میاشت وروسته يې هم وضعیت سم ونه ګاڼه څلور میاشتې نور يې هم ځنډولی شي.
وړاندې تر دې د ټاکنو د پروسې څارونکو اندېښنه ښوودلې وه، چې په ۱۲۰ ولسوالیو کې د شورا لپاره هیڅ ښځینه نومانده نشته او په ۴۲ ولسوالیو کې بیا هیڅ نارینه او ښځینه نوماند نشته، چې ټاکنې تر سوال لاندې راوستلی شي.
دوه ورځې وړاندې د ټاکنو کمیسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد وویل، چې د پارلماني ټاکنو لپاره د تلې ۲۸مه د دوی لپاره سره کرښه ده.
خو د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنو ځنډ دا اندېښنې لا پیاوړې کړې، چې ښايي پارلماني ټاکنې هم پر خپل وخت ونه شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي