برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۷ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ټاکنو کمیسیون اوسني وضعیت ته په کتو، رڼې ټاکنې ستونزمنې دي

آریانانیوز: د رڼو ټاکنو بنسټ ټيفا؛ وايي د ټاکنو کمیسیون اوسني وضعیت ته په کتو راتلونکې ټاکنې شفافې نه شي ترسره کېدلی.


د دې بنسټ مشر محمد نعیم ایوب زاده نن په کابل کې خبري ناستې ته د خپلې اندېښنې دلایل دا په ګوته کړل، چې ټاکنیز کمیسیون بشپړ چمتوالی نه لري.
هغه وویل پر دې سربېره روان امنیتي وضعیت هم د دې علت شوی چې د ټاکنو پر شفافیت دې باورونه لا کمزوري کړي.
تر دې وړاندې څو ګوندونو هم په یوه ګډه ناسته کې پر حکومت غږ وکړ چې د ټاکنو دا پروسه دې بشپړه لغوه او له سره دې يې پیل کړي.
ایوب زاده وايي ګوندونو ښه طرح درلوده، خو د تطبیق لپاره يې اوس ناوخته شوی دی.
ټيفا په داسې حال کې د ټاکنو پر شفافیت خپله اندېښنه په ډاګه کوي چې څو ورځې وړاندې يې هم د نوم لیکنې د جعلې شمېرې اړوند اندېښنې رسنیزې شوې.
د کابل پوهنتون استاد او د مسیر ورځپاڼې مسؤل اسد وحیدي پخپله فیسبوک پاڼه لیکلي، د ملګرو ملتونو استازی په شخصي مجلسونو کې د نوم لیکنې شمېره پنځه میلیونه کمه یادوي خو رسماً دا څرګندونې نه کوي.
د ټاکنو کمیسیون دعوه کوي د راتلونکو پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنو لپاره تر اته میلیونه ډېرو کسانو نوم لیکنه کړې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي