برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۵ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ټاکنو کمیسون: د خلکود خوندیتوب اندېښنه

پر پلازمېنه سربېره د هېواد په ګوټ ګوټ کې د نوم لیکنې پر مرکزونو له بریدونو وروسته د ټاکنو کمیسیون مسؤلین وايي د خلکو خوندیتوب اندېښنه ور پیدا کړې.


د دې کمیسیون عملیاتي مرستیاله وسیمه بادغیسي وايي، د رایه ورکوونکو د لیست تر جوړولو د خلکو خوندیتوب ته ډېرې اندېښنې اخیستي دي.
هغې له ازادي راډيو سره په خبرو کې له امنيتي بنسټونه هیله وکړه، چې د خوندیتوب لپاره فعال واوسي.
مېرمن بادغيسي د نوم لیکنې د بهیر ټکنی وضعیت مني، خو وايي دا به لا وختي وي چې دا ټکنی توب دومره ډېر وبلل شي چې د ټاکنو مشروعیت تر سوال لاندې راولي.
سرچینه د څو تنو کابل ښاریانو له خولې وايي چې په ټاکنو کې يې ګډون ته هیڅ زړه نه دی، د ګلالۍ په نوم د کابل ښار اوسېدونکي وايي، خلک ټاکنو ته لېواله نه دي «د تېرو کلونو په مقایسه اوس چې د خلکو امنیت او وضعیت ته ګورو، ډېری خلک په انتخاباتو کې ګډون نه‎کوي او نه‌غواړي رأیه ورکړي، ځکه ورځ تر بلې وضعیت خرابېږي.»
دا په داسې حال کې دی چې حکومتي مشران پرلپسې هڅه کوي چې د نوم لیکنې لپاره خلک وهڅوي، چې په ځینو ولایتونو کې ځايي چارواکو نوم لیکنه جبري کړې هم ده.
په کندهار کې امنیه قومندان جنرال رازق او هلمند کې د هلمند والي پر خلکو غږ کړی، چې که يې په تذکره د نوم لیکنې نښه نه وه، عریضې يې نه اخیستل کېږي.
د شنونکو په باور پر ټاکنیزه پروسه د بې باورۍ تر څنګ که خلک جبراً نوم لیکنې ته اړ شي، د حکومت او ولس تر منځ پاتې باور به هم له منځه لاړ شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array