برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۷ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ټاکنو کميسيون ته بايوميترک الې سپارل

آریانانیوز: د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي چې د ولسي جرګې د راتلونکو ټاکنو له پاره يې د بايوميترک سيستم ۴۴۰۰ الې د معلوماتو او احصايې د ادارې له لوري ترلاسه کړي دي.


وروسته له هغه چې تيره اوونۍ په افغانستان کې د سياسي ګوندونو له لوري د ټاکنو د شفافيت په اړه اعتراضونه وشول او په ټاکنو کې د بايو ميترک سيستم غوښتنه وشوه دغه اقدام پورته شوی دی.
د احصايې او معلوماتو د ادارې مسؤلينو دغه بريښنايي الې نن په کابل کې د سياسي ګوندونو استازو او خبريالانو ته وښودلې او ويې ويل چې د دغې الې څخه په استفادې به د ټاکنو پروسه په شفافه توګه ترسره شي.
د احصايې او معلوماتو ادارې مشر جاويد رسولي وويل چې دا اله د رايه ورکوونکي رايه خوندي ساتي او له سيستم څخه بهر يې هيچا ته معلومات نه کيږي.
رسولي وويل چې دغه اله به د رايه ورکوونکي د دواړو لاسونو د شهادت د ګوتو سکن اخلي او له هغې وروسته د رايه ورکوونکي انځور هم اخلي، چې دغه ټوله چاره به له څلويښت ثانيو څخه تر يوې دقيقې وخت واخلي.
رسولي وويل چې په راتلونکې يوه اوونۍ کې به د رایه ورکوونکو له پاره ټول اخيستل شوي الې کابل ته راورسيږي او د ټاکنو د خپلواک کميسيون په واک کې به ورکړل شي.
تر دې وړاندې د ټاکنو کميسيون ويلي وو چې که په خپل وخت دغه الې کميسیون ته ونه سپارل شي نو د ټاکنو پروسه به له ځنډ او خڼد سره مخ کړي.
د ولسي جرګې ټاکنې د روانې مياشتې په ۲۸مه نېټه ترسره کيږي چې کمپاينونه او سيالۍ به يې سبا د جمعې په ورځ (د تلې په ۶) پيل او د روانې مياشتې تر ۲۵ مې نېټې به دوام وکړي.

شریک یي کړئ!