برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۸ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ټاکنو په وړاندې اعتراض کوونکي نيول شوي

آریانانیوز: وروسته له هغه چې د لوی ملي ايتلاف له لوري په بلخ، هرات او کندهار ولايتونو کې د اعتراض په توګه د ټاکنو کميسيون دفترونه وتړل شول، پرون په ننګرهار کې هم د ياد کميسيون دفتر د اعتراض کوونکو له لوري وتړل شو.


پرون مازيګر د لوی ملي ايتلاف پلويانو د ننګرهار د ټاکنو کمیسيون دفتر مخې ته خيمه ودروله او په اعتراض يې لاس پورې کړ، خو د ننګرهار ولايت وياند پرون هم رسنيو ته وويل چې دوی به پرې نه ږدي چې اعتراض کوونکي اعتراض ته دوام ورکړي او دکميسيون دفتر وتړل شي.
د ننګرهار امنيتي چارواکو وويل چې ددغه ولايت د ټاکنو کميسيون مخې ته د اعتراض کوونکو خيمه يې ټوله کړې ده او شپاړس تنه اعتراض کوونکي يې نيولي دي.
د ننګرهار ولايت وياند عطاء الله خوږياڼي رسنيو ته ويلي دي چې اعتراض کوونکي يې د امنيتي ځواکونو په مرسته دکميسيون له مخې لري کړي دي او ۱۶ تنه هغه اعتراض کوونکي چې مقاومت يې کاوه د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوي دي.
د يادونې وړ ده چې په هيواد کې وروستۍ نا امنۍ، سياسي اړو دوړ او د ټاکنو پر شفافيت بې باوري ښايي چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې ټکنۍ کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي