برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۵ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ټاکنو روانه پروسه د منلو نه ده

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازی وايي، د ټاکنو لپاره روانه پروسه دوی ته هیڅ د منلو نه ده.


د دې ټولنې استازي پیري میاودون له ازادي راډیو سره په خبرو کې ويلي، چې د روانې پروسې پر وړاندې نا امني یو خنډ دی، خو په وینا یې «نور داسې ډېر فکتورونه دي، چې باید حل شي.»
میاودون وايي، د ټاکنو لپاره روانه پروسه سمه نه ده، په خبره يې دا وضعیت ژر بدلون ته اړتیا لري او دوی ته د منلو وړ نه دی.
د هغه له څرګندونو ښکاري چې د ټاکنو کمیسیون هم خپل مسؤلیت سم نه دی ترسره کړی، د ده په وینا د نوم لیکنې پر وړاندې نا امني یو ګواښ دی، خو په خبره يې باید د ټاکنو کمیسیون هم خپل مسؤلیت ښه ترسره کړي.
میاودون د مرستې د پرې کېدو خبره ونه کړه، خو ټينګار يې وکړ چې دا وضعیت باید ژر بدل شي.
دا په داسې حال کې دی چې په ګڼو ولایتونو کې پر ټاکنیزه پروسه د فساد، د حکومت د مداخلې او زورواکو د فشارونو له امله نیوکې کېږي.
تېره ورځ هم د ولسي جرګې غړي ظهیر سادات په ډاګه کړه، چې په ارګ کې ځينې کړۍ او په تېره بیا ډاکټر غني په ټاکنیز کمیسیون کې د هغو کسانو پر وړاندې خنډونو رامنځته کوي او له مخې يې لرې کوي چې د شفافیت هڅې کوي.
اروپايي ټولنه چې د ټاکنېز پروسې تخنیکي او مالي ملاتړې ده، په داسې حال کې له روانه وضعیته خپل شکایت ښکاره کوي چې راتلونکې شنبه د نوماندانو د نوم لیکنې نېټه پیلېږي.
یاده دې وي پارلماني ټاکنې قانوناً باید په ۱۳۹۴ لمریز کال کې ترسره شوې وای، خو د بېلابېلو علتونو له امله درې کاله وځنډول شوې، چې لا يې هم د ترسره کېدو پر وړاندې ګڼ خنډونه موجود دي.

شریک یي کړئ!