برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۴ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ټاکنو د خپلواک کمیسون د دار الانشاء مشرې استعفا

د ټاکنو خپلواک کمیسون د دار الانشاء سرپرستې مشري له خپلې دندې احتجاجا استعفا ورکړې او رسنیو ته یې خپله ګیله لیږلې ده.


شهلا حق په خپل لیک کې ویلي چې د نوم لیکنې په بهیر کې د ګډونوالو پر تذکرو د سټیکر لګولو پر ځای د تذکرو پر کاپيانو باندي د سټیکر لګولو سره مخالفه ده او په دې اړه ددې سره مشوره نه ده شوې.
باید وویل شي چې د ټاکنو خپلواک کمیسون د نوم لیکنې په بهیر کې د ګډونوالو د امنیت په خاطر دغه پرېکړه کړې وه ځکه چې له یوه اړخه په ښارونو او ولایتونو کې زورواکي په زور له خلکو څخه تذکرې ټولوي او له بله اړخه په ځینو سیمو کې د طالبانو له قوله ویل شوي چې هغوی ټاکنې تحریم کړي.
شهلا حق په خپل لیک کې ویلي چې دغه چاره اصلا د عملي کېدو وړ نه ده او کیدای شي وړاندي ډیرې نورې ستونزې ایجاد کړي: « “دغه وروستۍ طرحه (د تذکرو پر کاپي د سټيکر لګول) د عملياتي او تخنيک له نظره د کميسيون د اداري او اجرايوي مسوولې په توګه د هغو ننګونو پر اساس چې ښايي په راتلونکي کې رامنځ ته شي، د عملي کېدو وړ نه ده، نو د دې لپاره چې مسلکي او باتجربه کادرونو ته د کار زمينه برابره شوې وي، د انتخاباتو قانون د ٢٤مې مادې د ٤مې فقرې پربنسټ، زه د کميسيون د دارالانشاء رياست له سرپرستۍ څخه خپله استعفا وړاندې کوم.”.
باید وویل شي چې ددې تر مخه ځینو نورو کارپوهانو او ادارو اندېښنه څرګنده کړې وه چې پر کاپيانو د سټیکر لګول به په ټاکنو کې درغلیو او ګډوډیو ته لاره هواره کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي