برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۴ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ټاکنو اوسنی بهیر دې لغوه او له سره دې پیل شي

جمعیت اسلامي، وحدت اسلامي، جنبش ملي اسلامي، محاذ ملي، حزب وحدت اسلامي افغانستان، حراست او ثبات شورا، حزب اسلامي – حکمتیار،  او د افغانستان نوې ملي جبهې نن په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې د ټاکنو روان بهیر فساد زېږوونکی او د بحران په لوري روان یاد کړ.
د دې ګوندونو او ډلو مشرانو په ناسته کې د ټاکنو روان بهیر بې باوره یاد کړ او ويې ویل باید روانه پروسه لغوه او ان نوم لیکنه د بایومټریک له مخې سره له وشي.
دوی په شریکه خپره کړې اعلامیه کې پر افغان حکومت او نړیواله ټولنه غږ کړی چې روانه پروسه لغوه کړي، که يې غږ وانه ورېدل شي نو خپل کړی ګواښ به عملي کړي.
دوی د اعلاميې په یوه برخه کې په ګواښمن انداز لیکلي چې که روانه پروسه چې «د افغانستان لپاره حتمي بحران راوړونکې ده» لغوه نشي، دوی به يې د مخنیوي په برخه کې بشپړه هڅه وکړي.
دا په داسې حال کې دی چې د را روانو ټاکنو لپاره د حزب اسلامي د مشر د دوو زامنو په ګډون د ګڼو ګوندونو غړي او د مشرانو خپلوان نوماندان هم دي.
د ټاکنو کمیسیون د ویاند مرستیال عزیز الله ابراهیمي وايي، دوی د خپاره کړي مهالویش مطابق مخکې ځي او په وینا يې په ټول افغانستان کې به پر ټاکلي وخت او له روانې پروسې سره سم ټاکنې ترسره کېږي.
په دې غونډه کې انجینر ګلبدین حکمتیار، صلاح الدین رباني، محمد محقق، یونس قانوني، باتور دوستم، انوارالحق احدي، سید حامد ګیلاني، اسدالله سعادتي او د پخواني ولسمشر حامد کرزي په استازيتوب ضرار احمد مقبل برخه اخیستې وه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي