برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۴ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ولسي جرګې کانديد ووژل شو

آریانانیوز: کندهار ښار کې د ولسي جرګې د راتلونکو ټاکنو کانديد ناصر مبارز په غلچکي بريد له ټپي کېدو وروسته ووژل شو.


نا معلومو وسله والو پرون ماخستن د کندهار ښار په دوهمه حوزه کې له خاد کوڅې سره پر ناصر مبارز ډزې وکړې، هغه يې ټپي کړ، خو وروسته يې د ټپونو له امله ساه ورکړه.
که څه هم د ولسي جرګې ټاکنو ته لږې ورځې پاتې دي، خو په هېواد کې د نا امنيو او د ځينو راپورونو له مخې د يو شمېر کانديدانو ترمنځ خپلمنځي ټکر او بدبينۍ د دې لامل شوي، چې د کانديدانو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.
د پېښې پړه تر اوسه چا نه ده منلې.

شریک یي کړئ!