برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۰ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو د نه ترسره کیدا اصلی هدف

آریانانیوز: د افغانستان په غزنی ولایت کښې د انتخاباتو له ځنډیدا وروسته اوس ویل کیږی د کابل حکومت غواړی د ولسوالیو د شوراګانو انتخابات هم وځنډوی .


په ظاهره دافغانستان حکومت ددغه کار لپاره زیات دلیلونه لری او که چیرې په رښتیا د کابل حکومت او د انتخاباتو کمیسیون دغه فیصله کړی وی نو په دې بڼه کښې ممکنه ده د پردې شاته نور مسائل هم وی .
په دې خبره کښې شک نشته چې د کابل حکومت عملا د افغانستان څه دپاسه نیمای خاوره په خپل کنټرول کښې نلری چې د انتخاباتو په شان ملی پروسه هلته عملی کړی خو که چیرې امنیتی چیلنجونه او یا له لیرې پرتو سیمو د افغانستان د امنیتی ځواکونو وتل چې دامریکا دنوی ستراتیژۍ پرساس ترسره کیږی د ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو د ځنډولو لپاره یو دلیل او پلمه کیدلای شی نو په دې بڼه کښې د ولسمشرۍ او د ملی پارلمان د انتخاباتو د ځنډولو لپاره هم یوه پلمه او دلیل کیدلی شی .
که چیرې موضوع ارزښت او اهمیت وی نو په هره سویه د ټولو انتخاباتو ترسره کیدل ارزښت لری .
دافغانستان داساسی قانون لویه جرګه د ولسوالیو د شوراګانو په جوړلو سره خپل جوړښت بشپړولی شی .
ایا اوس د افغانستان د ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو ځنډول یا لغوه کول له لوې جرګې سره ارتباط نلری چې د لوې جرګې جوړښت بشپړه نشی چې هم غیر قانونی حکومت هماغه راز په غیر قانونی ډول خپل کار ته دوام ورکړی او هم د بهرنیو عسکرو د شتون لپاره یوه پلمه ووسی .
په افغانستان کښې د ولسوالیو دشورګانو د انتخاباتو دنه ترسره کولو یو هدف دا دی چې د لویې جرګې غړې چې د امریکا او او د هغې اروپایی متحدان ترې ویره لری بشپړه نشی چې د لوې جرګې د غړیو د بشپړیدا په بڼه کښې ممکنه ده دامریکا د ګټو پرضد فیصله وکړی .
که چیرې د کابل حکومت د ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو دځنډیدا په کار کښې جدی وی په دې بڼه کښې په صراحت سره ویلی شو چې دا هم د افغانستان په حکومت او دانتخاباتو په کمیسیون د تیر وخت په شان یو تپل شوی پروګرام دی .
هغه هیله چې د لویې جرګې له لارې د افغانستان د مشکلاتو دهواری لپاره دیوې ملی فیصلې له غوره کیدا کیدله بهرنی هیوادونه ویریږی او د لوې جرګې داخلی مخالفین هم د بهرنیو هیوادونو په لیکه کښې د ملی ګټو پرضد ولاړ دی .
د اشرف غنی او دعبدالله عبدالله په ګډون سره د افغانستان د ملی وحدت دحکومت د جوړیدا په لومړیو میاشتو کښې د افغانستان له ملت سره دغه ژمنه وکړې شوه چې لویه جرګه به جوړه شی چې د ملی وحدت دحکومت قانونی توب ته قانونی توجیه ورکړی او د اجرایی ریاست مقام چې د هیواد په اساسی قانون کښې ورځاې کړی شوی او بیان شوی نه دی د لوې جرګې له لارې بیان شی خو د څلورو کلونو په تیریدا سره د افغانستان لویه جرګه جوړه نشوه او د ژمنې په اپوټه دکابل حکومت څلور کاله په غیر قانونی ډول خپل کار ته دوام ورکړ چې همدغه شخړه په ملی کړکیچ بدله شوه او ددغه کړکیچ دحل لپاره یوازنۍ لاره د لوې جرګې ترسره کیدل وو خو د لوې جرګې د نه وربللو لپاره دغه دلیل وړاندې کیده چې د ولسوالیو شوراګانې نشته خو اصلی مشکل د لوې جرګې له وجود څخه دامریکا او د هغې د اروپایی متحدانو ویریدل وو .
په هر حال دافغانستان دشوراګانو انتخابات هماغه اندازه ارزښت او اهمیت لری چې د ولسمشرۍ او دملی پارلمان انتخابات یې لری او دشوراګانو له انتخاباتو تیریدل د لوې جرګې دغړیو د بشپړیدا د مخنیوی په معنا ده چې دافغانستان خلک ونشی کولای خپله اراده عملی کاندی او لاسپوڅی کسان د افغانستان په مظلومو خلکو مسلط شی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي