برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۸ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو لومړنی نوملړ اعلان

آریانانیوز: د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرون د سلواغې په ۱۶مه نېټه ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماندانو لومړنی نوملړ اعلان کړ.


دغه کمېسیون وايي چې په لومړني نوملړ کې د ټولو ۱۸ نوماندانو نومونه راغلي او کوم کس اېستل شوی نه دی.
خو د بهرنیو چارو وزارت وايي نوموړي کمېسیون تراوسه لازم سندونه لکه د نوماندانو صلاحیت لیکونه او د پاسپورتونو کاپي د دې وزارت په واک کې نه دي ورکړې ترڅو یې له مخې د نړۍ له هېوادونو د دغو نوماندانو د تابعیت او نورو مالوماتو په اړه پوښتنه وشي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي په دې اړه څرګنده کړه:«موږ هیله لرو چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د کمزوریو، ناتوانیو، پڅ کاریو او ټنبلیو له منلو سره، د نوماندانو او مرستیالانو د لیکل شوې واک پاڼې په درشل کې ژر تر ژره اقدام وکړي.»
د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ وايي د دې بنسټ د څېړنو له مخې اوسني سیاسي وضعیت د ټاکنو د خپلواک کمېسیون پر فعالیت اغېزه کړې ده.
د تیفا بنسټ ویانده صغرا سعادت وايي:«د هېواد سیاسي وضعیت تر دې کچې پېچلی شوی چې مطمئناً پر ټاګنو یې هم اغېزه کړې ده او د ټاکنیزو کمېسیونونو غړي هم په تمه دي چې بالاخره د مسکو ناسته او د سولې بهیر چېرته رسېږي او دا د هغو کسانو لپاره ټاکونکي وي چې په راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو کې مخکښ وي.»
خو د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ وايي د ټاکنو خپلواک کمېسیون د هغو نوماندانو د نومونو د ایستلو وس نه‎لري چې د نورو هېوادونو تابعیت ولري.
د فیفا بنسټ اجراییه مشر یوسف رشید وویل:«که‎چېرې کمېسیون د دې په فکر کې وي چې د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته کولای شي بدلون راولي، تېروتنه کوي ځکه چې کمېسیون دا وس نه لري.»
د ټاکنو د قانون له مخې د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند باید د بل هېواد تابعیت ونه‎لري او همداراز جرم یې نه وي کړی.
د ولسمشر غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله په ګډون اتلسو تنو د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره ځانونه نوماند کړي دي.

شریک یي کړئ!