برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۵ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ولسمشریزو ټاکنو کاندیدان

آریانانیوز:د هیواد ۱۳۹۸د هجري لمریز کال د ولسمشریزو ټاکنو لپاره ۱۸ کسانو نوم لیکنې.


عبدالله عبدالله

د افغانستان د اجرايي ریاست مشر عبدالله عبدالله په ۱۳۳۹ هجري لمریز کې په کابل کې زېږېدلی دی. د کابل پوهنتون له طب پوهنځي څخه فارغ شوی دی او بیا د جمعیت ګوند په چوکاټ کې د پخواني شوروي اتحاد له پوځ سره “جهاد” کې برخه واخیسته.

هغه د جمعیت ګوند پخواني قومندان احمد شاه مسعود ته نژدې کس هم بلل کیږي. ډاکټر عبدالله د تېرو ناندریزو ټاکنو وروسته د افغانستان اجرایي رئیس وټاکل شو. ښاغلی د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر او مرستیال وزیر په توګه هم دندې ترسره کړې دي.
هغه را روانو ولسمشریزو ټاکنو ته بیا ځان کاندید کړی دی. د جنبش د ګوند په استازیتوب یې عنایت بابر فرهمند لومړی مرستیال او د وحدت ګوند په استازیتوب یې ستار سعادتي دویم مرستیال ټاکلي دي.

ښاغلي عبدالله وايي که یې ټاکنې وګټلې نو د اجرائیه ریاست او د دوو مرستیالانو تشکیل به وساتي او دغه راز به په اساسي قانون کې بدلونونه راولي.‌ عبدالله عبدالله په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۴ کلونو کې هم د ولسمشریزو ټاکنو ته کاندید و چې بریالی نشو.

محمد اشرف غني

محمد اشرف غني په ۱۳۲۸ هجري لمریز کال کې په لوګر کې زېږېدلی دی. ښاغلي غني د متحدو ایالتونو د کولمبیا پوهنتون څخه په انسان پېژندنې کې دوکتورا لري.

نوموړی په نړیوال بانک کې تر ۱۱ کاله وروسته، په ۲۰۰۲ کال کې افغانستان ته راستون شو او لمړی یې د ملګرو ملتونو سره کار پیل کړ او ورپسې د مرستو د همغږی د ادارې مشر شو.

ښاغلی غني چې هغه مهال یې د احمدزي تخلص هم کاروه، د ولسمشر حامد کرزي لخوا په ۱۳۸۴ هجري لمریز کال کې د ماليي وزیر په توګه وټاکل شو.

ښاغلي غني د ۲۰۰۹ کالولسمشرۍ په ټاکنو کې ایله ۴ سلنه رایې وګټلې، تر ټاکنو وروسته د کابل پوهنتون د مشر په توګه وټاکل شو. ښاغلی غني بیا د ولسمشر حامد کرزي په فرمان د امنیت د لیږد د کمیسیون د مشر په توګه وټاکل شو.
د ۲۰۱۴ کال د ناندریزو ټاکنو په پاې کې، ښاغلي غني،‌ د امریکا د هغه مهال د باندنیو چارو وزیر په منځګړیتوب، له ډاکټر عبدالله سره د ملي یووالي د حکومت د جوړیدلو تړون لاسلیک کړ.

محمد اشرف غني اوس د دوهم ځل لپاره پداسې حال کې د ولسمشرۍ سیالیو ته بیا دریدلی چې امرالله صالح یې لومړی مرستیال او سرور دانش یې دویم مرستیال دی. د دغه ټیم شعار “دولت ساز” دی.

محمد حنیف اتمر

ښاغلی اتمر په ۱۳۴۷ هجري لمریز کال کې د لغمان په ولایت کې زېږېدلی دی. هغه د برتانیا د یارک په پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو او جګړه ځپلو( له جګړې وروسته) هېوادونو د چارو د تنظیم په برخه کې ماستري کړې ده.

نوموړی د ډاکټر نجیب په حکومت کې د ملي امنیت د خدمتونه (خاد) غړی و چې د نجیب د حکومت له سقوط وروسته پاکستان او بیا برتانیا ته ولاړ او کډوال شو.

هغه له ۱۳۷۱ نه تر ۱۳۸۱ هجري لمریز کلونو پورې په بېلابېلو نړیوالو ادارو کې کار کړی دی. ښاغلی اتمر د طالبانو د نظام له نسکورېدو وروسته د حامد کرزي په کابینه کې د کلیو او پراختیا چارو وزیر او بیا د پوهنې وزیر شو.

هغه د ملي یوالي په حکومت کې د ۱۳۹۷ کال تر نیمایي پورې د ملي امنیت سلاکار و.

حنیف اتمر د ” سولې او اعتدال” تر شعار لاندې د افغانستان د ۱۳۸۹ هجري لمریز کال ټاکنو ته نوم لیکنه وکړه. د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی مشر محمد یونس قانوني او د اجرایي ریاست دویم مرستیال محمد محقق یې دویم مرستیال دی.

احمد ولي مسعود

احمد ولي مسعود د احمدشاه مسعود ورور دی چې په ۱۳۴۳ هجري لمریز کال کې په کابل کې زېږېدلی دی.

ښاغلي مسعود د برتانیا د وست منیستر په پوهنتون کې په دپلوماتیکو زده کړو مطالعاتو کې ماستري کړې ده.

هغه له زده کړو وروسته د خپل ورور احمدشاه مسعود په لارښونې په بهر کې د “مجاهدینو” په ننګه فعالیت پیل کړ.

احمد ولي مسعود د برهان الدین رباني په حکومت کې په لندن کې د افغانستان سفیر و. ښاغلي مسعود د “بدلون” تر شعار لاندې د افغانستان د ۱۳۸۹هجري شمسي کال د ولسمشریزو ټاکنو لپاره نوم لیکنه وکړه. د افغانستان د لوړو زده کړو مخکینۍ وزیره فریده مهمند یې لومړۍ مرستیاله او عبدالطیف نظري یې دویم مرستیال دی.

رحمت الله نبیل

ښاغلی نبیل په ۱۳۴۸ هجري لمریز کال کې د میدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالۍ کې زېږېدلی دی.

نبیل لومړنۍ زده‌کړې په کابل کې کړي او د کابل پوهنتون د انجنیرۍ له پوهنځي نه فارغ شوی .

ښاغلي نبیل په ۱۹۸۸-۱۹۹۲ کلونو کې په استخباراتي چارو کې کار کاوه خو په افغانستان کې د کورنیو جګړو له پیل وروسته یې حکومتي کار پریښود او له غیرحکومتي سازمانونو سره یې کار پیل کړ.‌

د مخکني ولسمشر کرزي د واکمنۍ په مهال لمړی د ولسمشرۍ ماڼۍ د ساتنې د قطعې (PPS)مشر شو او ورپسې د ملي امنیت مشر وټاکل شو.
“عدالت او امنیت” د رحمت الله نبیل ټاکنیز شعار دی. دا لمړی ځل دی چې ښاغلی نبیل د ولسمشرۍ په ټاکنو کې دریږي.‌ مراد علي مراد د هغه لومړی او مسعوده جلال یې دویمه مرستیاله ده.

مسعوده جلال د افغانستان په تاریخ کې لومړنۍ نومانده وه چې په ۱۳۸۳ کال کې یې د ولسمشریزو ټاکنو کې سیالي وکړه خو ارګ ته یې لاره ونه موندله.

زلمی رسول

د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر زلمی رسول په ۱۳۲۲ هجري لمریز کال کې په کابل کې زېږېدلی دی.

هغه د کابل د استقلال له لیسې فارغ شوی او بیا یې په فرانسه کې په طب کې لوړې زده کړې دي دي.

ښاغلی رسول د ولسمشر حامد کرزي پر مهال د افغانستان د ملي امنیت د شورا سلاکار هم و. دی په ۲۰۱۴ کال کي هم په ولسمشریزو ټاکنو کې کاندید و.

نوموړي د را روانو ولسمشریزو ټاکنو د نوم لیکنې پر مهال خبریالانو ته وویل چې د”ملي وحدت، عدالت، امنیت، سوله، شفافیت او اعتدال” لپاره به مبارزه کوي. د کابل پخوانی والی عبدالجبار تقوا او د بامیان پخوانی والی غلام علي وحدت یې لومړی او دویم مرستیالان دي.

سید نورالله جلیلي

ښاغلی جلیلي په ۱۳۵۲ هجري لمریز کال کې په ننګرهار کې زېږېدلی دی. هغه وايي د طب پوهنځی یې لوستی او شاوخوا ۱۸ کاله کیږي چې تجارت او ازاد کاروبار کوي.

ښاغلي جلیلي هم د ۱۳۹۸ ولسمشریزو ټاکنو ته نوملیکنه وکړه. خلیل رومان یې لومړی مرستیال او چراغ علي چراغ یې دویم مرستیال دي.

شیدا احمد ابدالي

ښاغلی ابدالی په ۱۳۵۷ هجري لمریز کال کې د کندهار ولایت د ارغستان په ولسوالۍ کې زېږېدلی دی.

د ښاغلي ابدالي په پېژندنې کې لیکل شوي چې هغه په پاکستان کې لوړې زدکړې “دلیسانس په کچه بشپړې کړې” او بیا په امریکا کې په ستراتېژیکو او امنیتي مطالعاتو کې ماستري کړې.

نوموړي د را روانو ولسمشریزو ټاکنو لپاره “د مشارکت او بدلون” تر شعار لاندې نوم لیکنه وکړه. د پروان او فراه پخوانی والي عبدالبصیر سالنګي یې لومړی او د روشنايي غورځنګ یو غړی ذوالفقار امید یې دویم مرستیال دی.

ښاغلي ابدالي تر دې مخکې په هند کې د افغانستان سفیر و. تر هغه مخکې د امنیت شورا مرستیال او د ښاغلي کرزي خاص سکرټر و.

 

عبدالطیف پدرام

ښاغلی پدرام په ۱۳۴۲ هجري لمریز کال کې په بدخشان کې زېږېدلی دی. هغه په ادبیاتو کې لوړې زده کړې او بیا د تهران په پوهنتون کې یې د حکمت او فلسفې او د فرانسې د سوربون له پوهنتون څخه یې په اسلام پوهنې کې ماسترۍ کړي.

لطیف پدرام د افغانستان د ۱۳۹۸ ټاکنو ته د “آزادۍ او عدالت” تر شعار لاندې نوم لیکنه وکړه. احسان الله حیدري یې لومړی او محمد صادق وردګ یې دویم مرستیال دی. ښاغلي پدرام د ولسمشریزو ټاکنو په تېرو دوو نورو دورو کې هم کاندید و، خو بریالی نشو.

ښاغلی پدرام په ولسي جرګې کې د بدخشان استازی هم و. هغه په همدا تېرو پارلماني ټاکنو کې هم کاندید و، خو بریالی نشو.

عنایت الله حفیظ

ښاغلی حفیظ په ۱۳۵۷ هجري لمریز کې په میدان وردګ کې زېږېدلی دی. هغه وايي پر اسلامي زده کړو سربېره یې د کابل د “شهید رباني د ښوونې او روزنې” له پوهنتون څخه فارغ شوی دی.

هغه هم د ولسمشریزو ټاکنو لپاره نوماند دی چې جنت فهیم چکري یې لومړی مرستیال او عبدالجمیل شیراني یې دویم مرستیال دي.

غلام فاروق نجرابي

غلام فاروق نجرابي په ١٣٣۴ کال کې د کاپیسا په ولایت کې زیږیدلی دی. ښاغلی نجرابي د کابل د طبي پوهنتون نه فارغ شوی او په روغتیایي سکتور کې د کار تر څنگ د کابل د طبي پوهنتون استاد دی.ډاکتر نجرابي اوسمهال د افغانستان د استقلال گوند مشر دی چې د هغه په وینا ددې گوند بنسټ په ١٣١8 لمریز کال کې ایښول شوی دی.

د طالبانو د رژیم له ړنگیدو وروسته ښاغلي نجرابي څو ځلې د جمهوري ریاست انتخاباتو ته کاندید شوی و، خو هیڅکله هم ندی بریالی شوی.
د ښاغلي نجرابي لومړی مرستیال شریف الله او دوهم مرستیال محمد شریف بابکرخیل دی.

فرامرز تمنا

۴۲ کلن فرامز تمنا په هرات کې زېږېدلی دی. دی وايي په نړیوالو اړیکو او نړیوالو زده کړو کې له هند او ایران څخه یې د دوکتورا سندونه ترلاسه کړي دي. دا مهال د افغانستان په نامه د یو پوهنتون مشر دی.

تر هغه مخکې یې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت کې دپلومات د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مشر و. د هغه د ټاکنیز ټیم نوم “تدبیر او پراختیا” دی.

سید قیاس سعیدی یې لومړی او ډاکټر محمد امین رشادت یې دویم مرستیال دي. سعیدی په ننګرهاری کې زېږېدلی، د اقتصادي چارو څېړونکی او د پوهنتون استاد دی. دوهم مرستیال يې ښاغلی رشادت په غزني ولایت کې زېږېدلی او په ټولنپوهنې کې یې دوکتورا اخیستې ده.

ګلبدین حکمتیار

ښاغلی حکمتیار په ۱۳۲۶ هجري لمریز کې د کندز په ولایت کې زېږېدلی دی.

هغه له لیسې څخه تر فراغت وروسته د کابل پوهنتون د انجینرۍ په پوهنځي کې شامل شو خو د سیاسي فعالیتونو له کبله یې درسونه نیمګړي پاتې شول.

د ۱۳۵۲ کال له کودتا وروسته هغه پاکستان ته ولاړ او هلته یې د هغه مهال افغان حکومت پر ضد سیاسي او بیا وروسته پوځي فعالیتونه پیل کړل. هغه په لومړي سر کې د جمعیت ګوند غړی و خو په ۱۳۵۸ هجري لمریز کې یې د حزب اسلامي ګوند جوړ کړ او لا یې هم مشر دی.

هغه د نجیب له حکومت وروسته د مجاهدینو په حکومت کې کابل ته راغی. د کورنیو جګړو پر مهال د هغه ګوند د جګړې مهمه برخه وه. په ۱۳۷۴ کې ښاغلی حکمتیار بیا کابل ته راغی او د لږ وخت لپاره د برهان الدین رباني په مشرۍ د افغان حکومت لومړی وزیر و.

هغه د طالبانو له راتګ وروسته ایران ته ولاړ او بیا وروسته د افغان حکومت او ایتلافیانو پر ضد یې جنګ روان وساته. خو ښاغلي حکمتیار په ۲۰۱۷ میلادي کال کې له افغان حکومت سره سوله وکړه.

ګلبدین حکمتیار هغه هم د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو لپاره نوم لیکنه کړې ده. فضل الهادي وزین یې لومړی مرستیال او قاضي حفیظ الرحن یې دویم مرستیال دی.

محمد شهاب حکیمي

محمد شهاب حکیمي په ۱۳۳۷ کال کې د کابل په ولایت کې زیږیدلی دی.

ښاغلی حکیمي د کابل پوهنتون د کرهڼې له پوهنځي نه فارغ شوی دی او خپله ماستري یې د عامه ادارې په برخه کې د پاکستان د پیښور ښار د PSU پوهنتون نه اخیستې ده. ښاغلي حکیمي کلونه کلونه په افغانستان کې د ماین پاکولو په چارو بوخت و او اوس هم د ماین پاکولو د یوې موسسې رئیس دی.

د ښاغلي حکیمي لومړی مرستیال عبدالعلی سرابي او دوهم مرستیال یې نورالحبیب حصیر دی.

محمد شهاب حکیمي او انتخاباتي ټیم یې د “سولې، قانونیت او سوکالۍ” په شعار انتخاباتي مبارزې ته دانگلي دي.

محمد حکیم تورسن

ښاغلی تورسن په ۱۳۳۳ لمریزکال کې د کابل ښار په عاشقان او عارفانو سیمه کې زېږېدلی دی.

د کابل پوهنتون د ادبیاتو له پوهنځي څخهفارغ شوی او وايي نورې لوړې زده کړې یې په روسیې او جرمني کې کړي دي.

ښاغلی تورسن وايي د ۱۹۷۹ څخه تر ۱۹۹۱ کلونو پورې د افغانستان په استخباراتي ادارو کې یې کار کړی او د افغانستان د پخواني جمهور رئیس ډاکټر نجیب الله نظامي مرستیالي یې هم کړې ده.

نوموړي په ۱۹۹۱ کال کې له خپلې کورنۍ سره هند له هغه وروسته ازبکستان، روسیې او جرمني ته ګډه کړې ده. او بیا تر ۲۰۰۷ کال پورې افغانستان کې سوداګري کړې.

حکیم تورسن “موږ عمل کوو شعار نه ورکوو” تر شعار لاندې د ولسمشرۍ را روانو ټاکنو ته نوم لیکنه وکړه. ډاکټر نادرشاه احمدزی د هغه لومړی او شفیع الله قیصاري یې دویم مرستیال دی.

حکیم تورسن وايي اوس مهال د هېڅ حزب غړیتوب نه لري یوازې د (افغانستان د ټولنیزو څېړنو) د بنسټ مشر دی.

د کابل پوهنتون د ادبیاتو له پوهنځي څخهفارغ شوی او وايي نورې لوړې زده کړې یې په روسیې او جرمني کې کړي دي.
ښاغلی تورسن وايي د ۱۹۷۹ څخه تر ۱۹۹۱ کلونو پورې د افغانستان په استخباراتي ادارو کې یې کار کړی او د افغانستان د پخواني جمهور رئیس ډاکټر نجیب الله نظامي مرستیالي یې هم کړې ده.

نوموړي په ۱۹۹۱ کال کې له خپلې کورنۍ سره هند له هغه وروسته ازبکستان، روسیې او جرمني ته ګډه کړې ده. او بیا تر ۲۰۰۷ کال پورې افغانستان کې سوداګري کړې.

حکیم تورسن “موږ عمل کوو شعار نه ورکوو” تر شعار لاندې د ولسمشرۍ را روانو ټاکنو ته نوم لیکنه وکړه. ډاکټر نادرشاه احمدزی د هغه لومړی او شفیع الله قیصاري یې دویم مرستیال دی.

حکیم تورسن وايي اوس مهال د هېڅ حزب غړیتوب نه لري یوازې د (افغانستان د ټولنیزو څېړنو) د بنسټ مشر دی.

محمد ابراهیم الکوزی

ښاغلی الکوزي هم د ۱۳۹۸ هجري لمریز کال د جمهوري ریاست ټاکنو ته درېدلی دی. خدیجه غزنوي یې لومړۍ مرستیالهاو سید سامع کیاني یې دویم مرستیال دی. هغ د ” ظلم او بي عدالتۍ” په وړاندې د مبارزې له شعار سره ټاکنو ته درېدلی دی.

ښاغلی الکوزی تر دې مخکې په کندهار کې د افغانستان ولسي جرګې ته هم کاندید و چې بریالی نشو.

نور الرحمن لیوال

نورالرحمن لیوال په ۱۳۵۰ لمریز کال کې د لوګر په محمد آغې ولسوالۍ کې زېږېدلی دی. دی د کمپیوټر او سافټویرونو د برخې کارپوه او پانګوال دی.
د ده په ویپاڼه کې ( تر یکشنبې- جنوري۲۰ پورې) د هغه د زده کړو په اړه ډېر معلومات نه وو خپاره شوي.

ښاغلي لیوالی د جمهوري ریاست د را روانو ټاکنو لپاره »د مسوليت او عدالت » تر شعار لاندې نوملیکنه وکړه. عبدالهادي ذوالحکمت او محمد نبي ویاړ یېلومړي او دویم مرستیالان دي. ښاغلي لیوال امریکا غږ ته وویل چې دواړه مرستیالان یې د طب ډاکټران دي.

دا دویم ځل دی چې ښاغلی لیوال د ولسمشریزو ټاکنو ته دریږي.

 

نور الحق علومي

ښاغلي علومي بشیر احمد بېژن د خپل لومړي مرستیال او محمد نعیم غیور د خپل دویم مرستیال په توګه ټاکلي دي او د ۱۳۹۸ هجري شمسي کال انتخاباتو ته یې نوم لیکنه کړې ده.

د هغه انتخاباتي شعار ” مردم/خلک سالاري، پراختیا او توازن” دی.

نوموړی په ۱۳۲۰ هجري لمریز کال کې په کابل کې زېږېدلی دی خو د کندهار ولایت دی. هغه په کابل کې حربي ښونځي لوستی او په ۱۳۵۱ هجري شمسي کې یې په امریکا کې په پوځي برخو کې لوړې زده کړې وکړې.
هغه د ډاکټر نجیب په حکومت کې په مهمو سیاسي او پوځي څوکیو کې کار کړی او ارکانحرب هم و. هغه د نجیب د حکومت له سقوط وروسته له خپلې کورنۍ سره هالنډ ته ولاړ او د کرزي په حکومت کې بېرته افغانستان ته راغی.
ښاغلی علومي د افغانستان د ملي شورا په پنځلسمه دوره کې د کندهار استازی و. نوموړي د ملي وحدت د حکومت په لومړیو کې د لږ وخت لپاره کورنیو چارو وزیر هم و.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي