برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۱ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ولسمشریزو ټاکنو ځنډ د اساسي قانون ښکاره نقض

آریانانیوز: د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمیسیون وايي، د ولسمشریزو ټاکنو ځنډ، د اساسي قانون تر پښو لاندې کول دي.


که څه هم د ګډ حکومت جوړښت له پیله د اساسي قانون خلاف ګڼل کېږي، خو دغه کمیسیون تازه څرګنده کړې چې د ولسمشریزو ټاکنو له ځنډ سره د اساسي قانونه ښکاره نقض تړلی دی.
دې کمیسیون خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، ټاکنې باید پر خپل وخت ترسره شوې وای، دا چې ګډ حکومت درې میاشتې نور هم غځول کېږي نا قانونه کار دی.
د ټاکنو کمیسیون څو ورځې وړاندې رسماً اعلان وکړ، چې ولسمشریزې ټاکنې به د دوی د اعلان شوې مهال‌وېش مطابق نه؛ بلکې درې میاشتې وروسته ترسره شي، د دې تر څنګ به د ولسوالیو شوراګانو او د غزني د ولسي جرګې ټاکنې تر هغه هم وروسته او چنګاښ میاشت کې ترسره شي.
ځينې شنونکي پر دې باور هم دي چې محمد اشرف غني د خپل واک د غځولو لپاره په لوی لاس ټاکنې ځنډوي، خو د ټاکنو کمیسیون ځینو غړو دا هم ویلي و، چې نړۍوالو له مرستې ورکولو ډډه کړې ده.
په ورته وخت کې دا هم ويل کېږي چې ولسمشریزې ټاکنې د زلمي خلیلزاد د سوله‌ییز ماموریت په خاطر ځنډول شوې دي، چې باید تر ټاکنو وړاندې یوې پایلې ته ورسېږي.
دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ د مشرانو جرګې د تقنیني کمېسیون غړي وايي، که ګډ حکومت دوام کوي، نو کومه «ستونزه نشته.»

شریک یي کړئ!