برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۸ آبان , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو په اعلان کې ځنډ

آریانانیوز: د مشرانو جرګې غړی عبداللطیف نهضت یار د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو په اعلان کې ځنډ د اندېښنې وړ بولي او وایي، په دې اړه ځنډ لاسوهنو او فساد ته لار اواروي او باید پرته له ځنډه د خلکو د پاکو رایوو له مخې لومړنۍ پایلې اعلان شي؛ ځکه، چې پاکې رایې له ناپاکو بېلې؛ خو د کمیسیون په چارو کې د مداخلو په سبب د ټاکنو د پایلو په اعلان کې ځنډ راغلی دی
د مشرانو جرګې غړې انارکلي هنریار ویلي، چې له ټاکنو یوه میاشت و یوه ورځ تېره شوې؛ خو په خواشینۍ، چې ټاکنو کمیسیون له ټاکنیز مهالوېشه سرغړونه کړې ده. سمه ده، چې کمیسیون ویلي د تلې میاشت؛ خو معلومه نده، چې د کوم کال تله
د مشرانو جرګې غړی سید صفی الله هاشمي ویلي؛ په کمیسیون کې تېروتنې شوي، چې نه یوازې د قفل ماتیدو ، بلکې پڅ کار هم اندېښنې رامنځته کړي او کمیسیون باید د دې بحران مخه ونیسي او د افغانستان د خلکو د برخلیک په اړه دې قانوني کړنې تر سره کړي
د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار ټینګار کوي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون باید د ټاکنو روڼتیا ته پاملرنه وکړي. دا، چې څوک ځي او څوک راځي د بحث وړ نده. مهمه د ټاکنو رونتیا ده، چې پایلې پخپل وخت اعلان شي
دا خبرې په داسې حال کې راڅرګندیږي، چې ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنو لومړنۍ پایله د پلان مطابق د تلې پر اووه ویشتمه اعلان نکړه او په دې برخه کې ځڼد اندېښڼې را پورته کړې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي