برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۷ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د موقته حکومت په هکله خبرداری

آریانانیوز: د مشرانو جرګې مرستیال اصف صدیقی په هیواد کښې د موقته حکومت د جوړیدا دپلان د پایلو په هکله خبرداری ورکړ .


هغه وویل په افغانستان کښې د موقته حکومت د جوړیدا پلان د هیواد د ډیرې بی ثباتۍ سبب کیږی .
اصف صدیقی وویل په افغانستان کښې د موقته حکومت جوړیدل د هیواد دسیاسی نظام د له مینځه وړلو په معنا دی او خلک ددغه پلان ملاتړ نه کوی او چمتو نه دی د موقته حکومت په منلو سره سیاسی نظام له لاسه ورکړی او شاته ولاړ شی .
په افغانستان کښې د موقته حکومت واک ته د رسیدا په هکله اندیښنې وروسته له دې زیاتې شوې چې د کابل دحکومت چارواکو له طالبانو سره د امریکا دپټې موافقې په احتمال اندیښنه څرګنده کړه .
دپاکستان لومړی وزیر عمران خان څه موده مخکې په افغانستان کښې په نږدې راتلونکی کښې د نوی حکومت واک ته د رسیدا خبر ورکړی وو چې دغه چارې د افغانستان د خارجه وزارت په ډاګه غبرګون ځان پسې درلود .

شریک یي کړئ!