برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۹ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ولسمشریزو ټاکنو نېټه اعلان

آریانانیوز: د ټاکنو کمیسیون مسؤلین وايي په دریو ورځو کې به د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نېټه اعلان کړي.


د دې کمیسیون مرستیال ویاند میرزا محمد حقپرست وايي کمیسیون له پوره بررسي وروسته نیت لري چې راتلونکې چهارشنبه د ولسمشریزو ټاکنو نېټه اعلان کړي.
ولسمشریزې ټاکنې چې څه باندې لس میاشتې وخت ورته پاتې دي، وروسته له هغه د خبرونو سرټکو ته را ووتې چې اجراییه ریاست يې د دقیقې نېټې د اعلان غوښتنه وکړه.
څو ورځې وړاندې اجراییه رییس عبدالله عبدالله ټينګار وکړ چې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نېټه باید اعلان او خلکو ته د شفافو ټاکنو ډاډ ورکړل شي.
دا په داسې حال کې دی چې د را روانو پارلماني ټاکنو اړوند هم خوشبیني په نشت حساب ده.
تېره ورځ د رڼو او عادلانه ټاکنو بنسټ هم وویل، چې د ټاکنو کمیسیون اوسني وضعیت ته په کتو د شفافو ټاکنو ترسره کېدل امکان نه لري.
د دې بنسټ مشر محمد نعیم ایوب زاده پرون په کابل کې خبري ناستې ته د خپلې اندېښنې دلایل دا په ګوته کړل، چې ټاکنیز کمیسیون بشپړ چمتوالی نه لري.
هغه وویل پر دې سربېره روان امنیتي وضعیت هم د دې علت شوی چې د ټاکنو پر شفافیت دې باورونه لا کمزوري کړي.
یاده دې وي تېرو ولسمشریزو ټاکنو چې پایلې يې د حکومت تر جوړېدو پورې اعلان نه شوي، ولسي باور له صفر سره ضرب کړ.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي