برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۲ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ولسمشریزو ټاکنو د کاندیدکیدو لپاره یوازې د جنورۍ تر شلمې نیټې پورې وخت

آریانانیوز: د افغانستان د انتخاباتو د کمیشن مرستیال ویاند میرزا محمد حق پرست پرون وویل: کومو کسانو چې د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره د خبرتیا پیکیجونه ترلاسه کړي دي، په دې بهیر کښې د کاندید کیدو لپاره یوازې د جنورۍ تر شلمې نیټې پورې وخت لري.


تراوسه عبداللطیف پدرام، عبدالحکیم تورسن او نور االله جلیلي د ولسمشرۍ د مقام په سر د سیالۍ لپاره د افغانستان د انتخاباتو په خپلواک کمیشن کښې نومونه لیکلي دي.

له دې نه علاوه د اوسني ولسمشر اشرف غني، اجرايي مشر عبدالله عبدالله او همداشان محمد حنیف اتمر، احمد ولي مسعود، رحمت الله نبیل او انوار الحق احدي په شمول ۷۳ کسانو د افغانستان په راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو کښې د نوم لیکنې لپاره د خبرتیا پیکیجونه ترلاسه کړي دي.
دا په داسې حال کښې دي چې د افغانستان د ولسي جرګې ټاکنې، په درې کلن ځنډ سره د تیر ۲۰۱۸ کال د اکتوبر په شلمه او یویشتمه نیټه ترسره شوې.

شریک یي کړئ!