برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۸ مهر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د ولسمشریزو انتخاباتو د رایه ورکونکو نوملړ نیمګړی دی

آریانانیوز: دیوراپوړله مخی خلک چې نن سهار د هیواد په مختلفو ولایتونو کښې د رایه ورکونې مرکزونو ته تلي دي شکایت لري چې نومنه یې د رایه ورکونکو په کاغذي لیسټونو او یا بایومیټرک سیسټم کښې نشته او په دې وجه د خپلې راې حق نه شي کارولی
رپورټونه هم داشان وايي چې د رایه اخیستنې په ځینو مرکزونو کښې د انتخاباتي شکیاتونو د کمیشن استازي شتون نه لري
د صلحې د عالي شورا او د وحدت اسلامي ګوند مشر کریم خلیلي په دې هکله وویل: د کابل د لویدیځ د رایې اخیستنې په یو مرکز کښې د بدخشان ولایت د رایې ورکونکو په نوملړ کښې نیمګړتیا د دغه مرکز د بندیدو سبب شوه
هم داشان د ولسمشریزو انتخاباتو یو کاندید عبداللطیف پدرام هم د خپلې راې له کارولو وروسته وویل: له هم دا اوسه په انتخاباتو کښې ستونزې لیدل کیږي او که دا بهیر هم داسې روان وي نو د انتخاباتو نتیجه به د منلو وړ نه وي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي