برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۲ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د هیواد په بیلابیلو سیموکې د۴۰ تنو وسله والو ترهګرو وژل کیدل

د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ګډو تعرضې او تهاجمي عملیاتو کې چې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره شول، د طالبانو د یو تن سیمه ایز قوماندان په ګډون ۴۰ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي، ۳۵ تن ټپیان او ۹ تنه شکمن کسان نیول شوي دي.


دغه ګډ عملیات چې د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، کاپیسا، غزني ، لوګر، خوست، ارزګان، زابل ، فراه ، بادغیس فاریاب، کندز او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي په پایله کې يي د فراه ولایت د بالابلوک په ولسوالۍ کې ۱۰ تنه طالب ترهګر وژل شوي ، ۱۱ تنه ټپیان ، ۹ تنه شکمن کسان نیول شوي او د دښمن ۳ قرارګاوې له منځه وړل شوي ، د ارزګان ولایت د خاص ارزګان او د یاد ولایت مرکز اړوند سیمه کې ۱۰ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۱۷ تنه ټپیان ، د جوزجان ولایت د درزآب په ولسوالۍ کې د یو تن فرانسوي ترهګر په ګډون ۸ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټپیان او د فاریاب ولایت د کوهستان په ولسوالۍ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي .

همدا داز په یادو عملیاتو کې د زابل ولایت د شاه جوي په ولسوالۍ کې د طالبانو د یو تن سیمه ایز قوماندان ملا نعیم په ګډون ۳ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ، د هلمند ولایت د نادعلي په ولسوالۍ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټپیان او د غزني ولایت د مقر په ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه نور ټپیان شوي دي .

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۶چاڼیز او ۶۴خاص کماندویي عملیات د هیواد په ۱۱ ولایتونو کې په لاره اچول شوي د افغانستان هوایي ځواکونو ۱۱۱پروازونه د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي او ۱۱ هوایي ضربې د دښمن په پټنځايونو تر سره شوې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي