برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۵ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د هیواد په بیلابیلو سیموکې د۲۵ تنو وسله والو ترهګرو وژل کیدل

د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ګډو تعرضې او تهاجمي عملیاتو کې چې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره شول، د ۴ تنو داعشیانو په ګډون ۲۵ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۱۳ تنه ټپیان شوي دي.


دغه ګډ عملیات چې د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، لغمان، کاپیسا، غزني، خوست، لوګر، پکتیا، ارزګان، زابل، بادغیس فاریاب ، بلخ ، سرپل ، بدخشان او هلمند ا په ولایتونو کې تر سره شوي په پایله کې يي د سرپل ولایت د مرکز اړوند جیره خانه و خان تختې په اړوند سیمو کې ۱۰ تنه طالب ترهګر وژل شوي ، ۴ تنه ټپیان ، ۴ موټر سایکلونه او یو شمیر وسلې او مهمات لاسته راغلي ، د پکتیا ولایت د زرمت په ولسوالۍ کې ۵ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او د زابل ولایت د ارغنداب په ولسوالۍ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي .

همدا راز په یادو عملیاتو کې د د ننګرهار ولایت د ده بالا په ولسوالۍ کې ۴ تنه داعشیان وژل شوي ، د تګاب ولایت د کاپیسا په ولسوالۍ کې یو تن ترهګر وژل شوی او یو تن ټپي او د لغمان ولایت د علیشنګ په ولسوالۍ کې یو تن ماین جوړونکی وژفل شوی او یو تن ټپي شوی دی .

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲چاڼیز او ۷۰خاص کماندویي عملیات د هیواد په ۸ولایتونو کې په لاره اچول شوي د افغانستان هوایي ځواکونو ۹۳پروازونه د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي او ۱۰ هوایي ضربې د دښمن په پټنځايونو تر سره شوې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي