برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۸ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د هلمند امنيه قومندان طالبانو ژوندی نيولی

آریانانیوز: د هلمند پخوانی امنيه قومندان عبدالرحمن سرجنګ چې اوسمهال د فراه ولايت د پرچمن ولسوالۍ د امنيه قومندانۍ معاون دی د طالبانو له لوري ژوندی نيول شوی دی.


د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي وايي چې قومندان سرجنګ د طالبانو له سیمې څخه په ښځينه لباس کې په عامه موټر کې سفر کاوه چې د طالبانو د معلوماتو او استخباراتو په بنسټ ونيول شو.
هغه وايي چې قوماندان سرجنګ طالبانو د تحقيقاتو او څېړنو له پاره يو خوندي سيمې ته بيولی دی چې وروسته به د نوموړي په اړه د طالبانو شرعي محکمه پريکړه کوي.
د يادونې وړ ده چې دا لومړی ځل نه دی چې طالبانو د امنيه قومندان په سطحه خلک نيسي، مګر تر دې وړاندې يې هم د دولت ګڼ شمير لوړ پوړي چارواکي او عسکر نيولي دي چې اوس هم د طالبانو په بند خونو کې شپې تيروي، چې د اخترونو او نورو مناسباتو پر مهال يې له زندان څخه خوشي کوي او يا يې محاکمه کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي