برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۶ تیر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د ملکي وګړو پر کورونو چاپه

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس طالبان وايي، لوګر ولایت کې امریکایي او دولتي ځواکونو د ملکي وګړو پر کورونو چاپه وهلې او مالي او ځاني زیان یې ورته اړولی
طالب ویاند «ذبیح الله مجاهد» ياده پېښه جنایت او له توافقنامې سرغړونه یاده کړې او پر خپل ټویټر یې لیکلي « تیره شپه د لوګر ولایت مرکز اړوند بابوس سیمه کې امریکایي او غلام دښمن له توافقنامې څخه د مکررو سرغړونو په دوام د ملکي خلکو په کورونو چاپه ووهله
مجاهد زیاته کړې « دروازې یې ماتې کړې، نغدې پیسې او قیمتي اجناس یې لوټ کړل او یو تن عام کلیوال یې په ډیر وحشت په شهادت و رساوه
یاده دې وي، چې په تېرو دوو میاشتو کې دا لومړی ځل دی، چې امریکایي عسکر له طالبانو سره له کړې توافقنامې سرغړونه کوي او له خپلو داخلي همسنګرو سره په ګډه د ملکي وګړو کورونو ته ورځي
دغه پېښه داسې مهال رامنځته کېږي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد» د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو ته د زمینې برابرولو تر نامه لاندې د سیمې په سفر راوتلی او تېره ورځ يې په دوحه کې له طالب چارواکو سره لېدلي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ په شوې توافقنامه کې بهرني ځواکونه نشي کولای، تهاجمي عملیات وکړي او پر طالب جنګالیو او ملکي وګړو چاپې واچوي
طالبانو په بیا، بیا د دوحې تړون ته خپله ژمنتیا یاده کړې، یاده توافقنامه یې د افغانستان د شخړې د حل لپاره اړینه بللې او له ټولو جهتونو یې غوښتي، چې یاد تړون ته ژمن
واوسي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي