برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۵ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د ملکي تلفاتو غبرګون کې د حکومت پر ضد لاریون

آریانانیوز: ننګرهار کې لسګونو تنو د ملکي تلفاتو په غبرګون کې د حکومت پر ضد لاریون وکړ او نن سهار د دې ولایت مرکز کې د اعتراض په ډول را ټول شول.



دوی چې له ځانونو سره د ملکي تلفاتو د غندنې شعارونه لېږدول، حکومت يې پر بې پروايۍ او د خلکو پر وژنه تورن کړ.

لاریونوال پر حکومت غږ کوي، چې په ولس کې یو څه شته باور دې له منځه نه وړي او له خپل ولس سره له جګړې دې لاس واخلي.
د دوی په وینا د بهسودو ولسوالۍ په ګردي کڅ کې ملي امنیت همدا تېره شپه پنځه تنه ملکي وګړي ووژل، درې يې ټپیان کړل او پنځه نور يې ژوندي وړي دي.
دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ شمالي ولایت کندوز کې هم د ملکي تلفاتو غبرګون کې لاریونوالو پر حکومت د سولې غږ وکړ او ټینګار يې وکړ چې نور د هوايي بریدونو تحمل نه لري.
د یاد ولایت ولایتي شورا وايي، مرکز ته څېرمه تلوکه سیمه کې هوايي برید کې ۱۴ تنه ماشومان او مېرمنې وژل شوي دي چې د خلکو غبرګون يې را پارولی.
تر هغه وړاندې، غزني او تر هغه وړاندې میدان وردګو کې هم ورته لاریونونه شوي دي، خو حکومت لا هم کوم غبرګون نه دی ښوودلی.
یاده دې وي د نوي لمریز کال د پیل په مناسبت څرګندونو کې محمد اشرف غني وویل، داسې «سوله نه غواړو، چې د وینو بوی ترې راځي.» هغه چې د سولې پر وړاندې خنډ او مخالف یادېږي، په دې وروستیو کې یوازې دومره ویلي، چې د ملکي تلفاتو مخنیوي کې به «نوي ګامونه» واخلي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي