برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۸ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د ملي شورا ۱۷مه تقنیني دوره پرانیستل

آریانانیوز: د ملي شورا ۱۷مه تقنیني دوره د کابل د استازو په نشتون کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لخوا پرانیستل شوه.


ولسمشر غني د جمعې په ورځ د«غوايي پر ۶مه» د ملي شورا د پرانیستې پرمهال وویل، چې د ملي شورا نوې دوره باید شپږ میاشتې مخکې پرانیستل شوې وای، خو زیاته کړه چې د انتخاباتو کمېسیون د تېرو ځینو مسؤلینو د «بې کیفاتې» له امله د نتایجو د اعلان د ځنډ له امله وځنډېدله.
نوموړي زیاته کړه چې افغان حکومت په دغو شپږو میاشتو کې د انتخاباتو کمېسیون په چارو کې مداخله نه ده کړې او د نتایجو د اعلان په ځنډ کې هېڅ رول نه درلود.
هغه وویل، د کابل حوزې وکیلانو د نتایجو په اعلان کې ځنډ ورته د منلو وړ نه دی او زیاته یې کړه چې د یادې حوزې د وکیلانو د نتایجو د اعلان لپاره باید مشخصه نېټه وټاکل شي.
خو ښاغلي غني د دې ترڅنګ د ملي شورا د ۱۷ نقنیني دورې په پرانیستلو سر د خوښۍ په ښودلو سره وویل، چې د یادې دورې زیاته برخه ځوان وکیلان جوړوي چې د نوموړي په وینا د یو نوي افغانستان زیری له ځان سره لري.
هغه وویل:”که څه هم زموږ د نظامي او ملکي ادارو لویه برخه ځوانان جوړوي، خو اوس لیدل کېږي چې زموږ د هېواد ملي شورا کې هم اکثریت غړي د ولسواکۍ د عصر تعلیم یافته ځوانان دي. ستاسې په موجودیت کې د ښځو، ځوانانو او د ټول افغانستان د وګړو حقوق به خوندي وي او تاسې به ترې استازیتوب کوئ. زه د دغه تغییر او انتقال پخاطر د افغانستان ټول ملت او ملي شورا ته مبارکي ورکوم.”
نوموړي همدارنګه زیاته کړه، چې په نوې ملي شورا کې باید د تېرې دورې نیمګړتیاوې او ستونزې تکرار نشي.
ولسمشر له نوو وکیلانو څخه وغوښتل چې له تازه او ګټورو افکارو سره د هېواد او خلکو خدمت وکړي او له تېر څخه په ښه توګه له امنیتي سکټور او اجرائیه قوې سره خپلې اړیکې وساتي.
خو د دې ترڅنګ یې دې ته هم اشاره وکړه چې که چیري امنیتي مسؤلین د ولسي جرګې تر فشار لاندې راوستل شي، د پوځي اسرارو افشا به یې مخلفینو ته ګټه ورسوي.
د د اساسي قانون له‌مخې د ولسي جرګې د غړو شمېر ۲۴۹ تنه و چې په ۱۷مه تقنیي دوره کې د یو افغان سیک په اضافه کېدو سره دغه شمېر ۲۵۰ تنو ته لوړ شو.
د ولسي جرګې ۶۸ څوکۍ د مېرمنو لپاره ځانګړي شوي دي.
د دې ترڅنګ د ولسي جرګې په نوې دوره کې د غزني ولایت د تېرې دورې استازي شتون لري چې د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو له‌مخې نوي استازې به یې په راتلونکې مېزان میاشت کې تر ټاکنو وروسته ولسي جرګې ته لار پیدا کړي.
د ولسي جرګې ټاکنې د تېر ۱۳۹۷کال د مېزان میاشتې پر ۲۸مه نېټه تر سره شوې چې د کابل پرته د کندز، بغلان، میدان وردګ او کوچیانو د حوزو وکیلان د ملي شورا تر پرانیستي څو ساعته مخکې نن جمعه د ټاکنو کمېسیون لخوا اعلان شول.
د ملي شورا تېره ۱۶مه تقنیني دوره تر ټولو اوږده دوره وه چې له خپلې ټاکلې پنځه کلنې تقنیني دورې څخه یې درې کاله اضافه کار وکړ.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي