برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۹ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د مرمر ډبرو په برخه کې پانګه اچوونکي

آریانانیوز: د مرمرو ډبرو په برخه کې پانګه اچوونکي په هېواد کې له روان وضعیته ناخوښ دي او ځينو يې له هېواده وتلو ته زړه کړی دی.


د مرمر ډبرو د صنعت اتحادیه وايي په دې برخه کې ځينې پانګه اچوونکي دوه کاله وړاندې له پاکستانه راتګ ته زړه وکړ، خو اوس يې بېرته يې نیت کړی چې پاکستان ته لاړ شي.
دځینی سرچینو په حواله وايي چې پر دې سربېره درې پانګه اچوونکو له ازبکستانه خپل کاروبار را نقل کړی و، چې د بېرته لېږد هوډ يې لري.
سرچینه د معادن وزارت د ویاند له خولې وايي دوی حاضر دي چې ستونزې يې واوري او په هوارولو کې يې هڅه وکړي.
تر دې وړاندې هم داسې راپورونه خپاره شول، چې په هېواد کې د پانګونې لپاره شرایط ترېنګلي شوي او پانګه اچوونکي د نور کار د دوام حوصله نه لري.
د سیګار له لوري په خپاره شوي راپور کې دا هم راغلي و، چې د فساد او نا امنۍ له امله افغانستان د نړۍ په سطحه د پانګونې لپاره دویم بد هېواد دی.
د دې سرچینې په وینا له همدې امله په سوداګریزه برخه کې افغانستان له ۴۷م ځای څخه ۱۰۷م ځای ته ښکته شوی دی.
په ورته وخت کې نږدې اوونۍ وړاندې د کورنيو چارو وزارت مخې ته هم د ساختماني شرکتونو مسؤلینو خېمه ووهله او دغه وزارت يې د اوه میلیارده افغانیو قرض د نه ورکړې له امله ملامت یاد کړ.
دوی ګواښ وکړ چې که يې پر وزارت قرض پیسې ور نه کړل شي، خپل کارونه به په ټپه ودروي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي