برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۶ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ډاکټر لطيف بهاند په ماسکو کې د افغانستان سفير وټاکل شو

آریانانیوز: د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په وړانديز ولسمشر غني ډاکټر لطيف بهاند په ماسکو کې د افغانستان د سفير په توګه ټاکلی دی.



د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له لوري ولسمشر غنی ته په ليږل شوي وړانديز کې ویل شوي دي چې ډاکټر لطيف بهاند د لوړو زده کړو درلودونکی دی او هغه دې په روسیه کې د افغانستان د سفير په توګه وټاکل شي.
نوموړی د ولسمشر د فرمان او تائيد په اساس په ماسکو کې د افغانستان د سفير په توګه وټاکل شو.
ډاکټر لطيف بهاند تر دې وړاندې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت کې د مرکزي اسیا د څانګې مرستيال و.
نوموړی چې ليکوال او ژورناليست دی څو کاله په روسيې کې د ماسکو غږ پښتو راډيو کې د وياند او بيا په بي بي سي پښتو کې له ماسکو څخه د خبريال په توګه دنده ترسره کړې ده.
لطيف بهاند په ۱۳۳۱ لمريز کال د مرغومي په مياشت کې د کابل په بريکوټ سيمه کې زېږېدلی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي