برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۷ مهر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د لسګونو زرو امنیتي سرتېرو ځای پر ځای کول

آریانانیوز: د کورنیو چارو وزارت وايي، په ۳۴ ولایتونو کې یې د انتخاباتو د امنیت لپاره ټاکل شوي امنیتي ځواکونه، د رایې ورکولو په مرکزونو کې ځای پر ځای کړي دي
د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي‌ امریکا غږ ته وویل، چې دا ځواکونه د چهارشنبې په ورځ (سپتمبر ۲۵) انتخاباتي‌ مرکزونو ته ولېږدول شول
هغه زیاته کړه: “د انتخاباتو د امنیت لپاره ټول ټاکل شوي‌ امنیتي ځواکونه نن سهار اوه بجې ځای پر ځای شول او تیارسی دي. د افغانستان ټول امنیتي او دفاعي ځواکونه او همدغه راز استخباراتي‌ مامورین خپلې ټولې هلې ځلې کوي‌ چې د ټولو کاندیدانو، ولس او نورو د هیلو سره سم د انتخاباتو امنیت ټېنګ شي”
د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو په اساس، د انتخاباتو د امنیت لپاره ۷۲۰۰۰ امنیتي ځواکونه ګمارل شوي او ۲۸۰۰۰ نور ځواکونه تیارسی دي، چې د ضرورت پر مهال ترې کار اخیستل کیږي
د افغانستان د انتخاباتو کمیسیون وايي، چې د رایې ورکولو په ورځ به په ټول افغانستان کې ۴۹۴۲ انتخاباتي مرکزونه پرانیستي وي او شاوخوا ۹.۶ میلیون خلکو په دې انتخاباتو کې د ګډون لپاره نوملیکنه کړې ده
د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات د شنبې په ورځ د تلې په شپږمه/سپتمبر ۲۸ کیږي، چې ۱۸ کسانو ورته ځانونه کاندید کړي وو. له دې ډلې زلمی رسول او شیدا محمد ابدالي د محمد اشرف غني په ګټه له خپلې کاندیداتورۍ لاس په سر شوي او حنیف اتمر ویلي، چې په انتخاباتو کې د کاندید په توګه ګډون نه کوي
په همدې حال کې طالبانو وار د مخه د انتخاباتو د ګډوډولو ګواښونه کړي دي‌ او په یوه تازه پېښه کې په کندهار کې د محمد اشرف غني په انتخاباتي‌ دفتر بمي چاودنه شوې ده چې څلور تنه یې وژلي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي