برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۲ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د قوم په توګه د افغانستان د ساداتو د پیژندنې فرمان

آریانانیوز: ولسمشراشرف غني پرون د کب په ۲۱ مه ماسختن د ساداتو قوم له یو شمېر مشرانو، متنفذینو، علماو او ځوانانو سره، په کتنه کې ویلي،د قوم په توګه د افغانستان د ساداتو د پیژندنې فرمان به سبا صادر کړي.


د ارګ له لوري د خپرې خبر پاڼه په حواله ولسمشر غني د ساداتو قوم ته په خطاب کې ویلي چې،” د افغانستان سادات یوه نمونه او مفکوره دي چې په ټولنیزو علومو کې ورته معنوي پانګه وایي او دا ستاسو له نسب څخه سرچینه اخلي”.
د خبر پاڼې په حواله ولسمشر غني، د سادات قوم د لویو شخصیتونو لکه سیدجمال الدین افغان، شهید سیداسماعیل بلخي، شهیدسیدبهاوالدین مجروح، مرحوم پیرسیداحمدګیلاني او د هیواد د مشهور شاعر فروغ نادري نومونه یاد کړي دي.
ولسمشر غني د ساداتو له قوم سره په دغې کتنه کې ژمنه کړې ده چې ، د قوم په توګه د افغانستان د ساداتو د پېژندنې لپاره سبا تقنیني فرمان صادرېږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي